د شوروي له برخلیک سره مخ کېدونکې امریکا؟ د متحده ایالتونو په واکمن جوړښت کې د مشروعیت بحران

د شوروي له برخلیک سره مخ کېدونکې امریکا؟ د متحده ایالتونو په واکمن جوړښت کې د مشروعیت بحران

د «آسیا ټایمز» وروستی راپور چې د امریکا لپاره د «شوروي شېبې» مفهوم پکې یاد شوی، یو ځل بیا هغه پخواني بحث ته اشاره کوي، چې له مخې یې د دې پوښتنې په مطرح کولو سره، چې ایا د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادي او پوځي ځواک له داسې کورني زوال سره د مخ کېدو په حال کې دی، کوم چې پخواني شوروي د خپل زوال په وروستیو کلونو کې تجربه کاوه؟ آسیا ټایمز دا پوښتنه یوازې د یوې تاریخي پرتلې په توګه نه ده مطرح کړې، بلکې په امریکایي ټولنه کې یې ژور اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي درزونه راسپړلي دي.

په دې تحلیل کې اصلي تمرکز د «جوړښتي مشروعیت بحران» دی؛ دا هغه مفهوم دی چې د ټولنې د تمو او د سیاسي او اقتصادي نظام د واقعي کړنو ترمنځ واټن ته اشاره کوي. په وروستیو لسیزو کې، د امریکا اقتصاد او پر شتمنۍ بې‌ساری تمرکز د یوې محدودې اقلیتي ډلې په لاس کې دی. سره له دې چې تولید زیات شوی، خو د منځنۍ طبقې په عایداتو کې د پام وړ زیاتوالی نه دی راغلی او د ژوند لګښتونه له کوره نیولې تر زده‌کړو، روغتیا او نورو عامه خدمتونو پورې، په ټولو برخو کې په دوامداره توګه زیات شوي دي. دغه واټن ورو ورو د خلکو باور د نظام پر اغېزمنتیا کم کړی او د پراخې نارضایتۍ زمینه یې برابره کړې ده.

په داسې شرایطو کې، د ډونالډ ټرمپ په څېر کسانو را څرګندېدل، یوازې یوه سیاسي پېښه یا د ګوندونو د سیالۍ پایله نه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې د «آسیا ټایمز» راپور کې راغلي، ټرمپ تر دې چې د بحران رامنځته کوونکی وي، د هغه منعکس کوونکی دی؛ هغه د هغو درزونو نښه ده چې له وړاندې د امریکا په ټولنه کې موجود وو. دا لیدلوری ټرمپ د بوریس یلټسین په څېر بدلوي؛ هغه مشري چې د زاړه نظم دورې له پای‌ته رسېدو وروسته، د ناڅرګند نوي نظم تر منځ راڅرګندېږي.

مطالب بیشتر:  د سپټمبر له ۱۱ د اګسټ تر ۳۱؛ په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې کیسه

په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې، یلټسین هغه وخت په روسیه کې واک ته ورسېد چې د شوروي جوړښتونه ړنګ شوي وو او نوی نظام لا نه و جوړ شوی. اقتصاد د بدلون په حال کې و، نابرابري زیاته وه، دولتي بنسټونه کمزوري وو او عمومي باور د هغې دورې له مهمو بحرانونو وو. هغه پرتله چې نن د امریکا په اړه مطرح کېږي، پر دې ټکي ټینکار لري، چې ځینې دا نښې نښانې، په امریکیاي ټولنه کې هم، البته په هغه شدت سره نه، د لیدو وړ دي.

له دې نښو نښانو یوه تر ټولو مهمه یې، په سیاسي کچه د قطبونو زیاتوالی دی. په امریکا کې د دوو اصلي ګوندونو ترمنځ واټن دومره زیات شوی چې ډېر مهم موضوعات؛ له بهرنۍ پالیسۍ تر اقتصاد او حتت ټولنیزو مسایلو پورې، د ایډیالوژیکو ټکرونو ډګر ګرځېدلي دي. دې حالت د پرېکړو نظام اغېزمنتیا راکمه کړې او ډېر وګړي داسې احساس کوي چې غږ یې نه اورېدل کېږي.

د دې موضوع ترڅنګ، پر بنسټونو د باور بحران هم د پام وړ زیات شوی دی. سروې‌ګانې ښيي چې د کانګرس، رسنیو، قضایي نظام او حتا ټاکنو پر وړاندې د خلکو باور کم شوی دی. دا وضعیت د شوروي د وروستیو کلونو سره ورته والی لري؛ هغه وخت چې خلکو نور د دولت پر رسمي روایت باور نه درلود او د نظام مشروعیت ورو ورو کمزوری کېده.

په همدې حال، د دې دوو وضعیتونو ترمنځ، مهم توپیرونه هم شته چې باید له پامه ونه غورځول شي. امریکا لا هم له قوي ډیموکراټیکو بنسټونو، فعال اقتصاد او پراخ نړیوال نفوذ څخه برخمنه ده. د شوروي برعکس چې اقتصاد یې ډېر متمرکز او کم‌اغېزه و، د امریکا اقتصاد لا هم د نړۍ له پرمختللو او متنوع اقتصادونو دی. همدارنګه، مدني ټولنه په امریکا کې فعاله ده او د نظام دننه د اصلاحاتو امکانات زیات دي.

مطالب بیشتر:  کډوالو سره د غیر انساني چلند په اړه د متقي نیوکه؛ پاکستان د اسلامي او انساني ارزښتونو ناقض

نو ځکه، د «شوروي شېبې» مفهوم تر ډېره د یو خبرداري په توګه کارېږي، نه د نږدې سقوط د وړاندوینې په توګه. دا د دې ښکارندویي کوي، چې که اقتصادي او ټولنیز درزونه دوام وکړي او سیاسي نظام د خلکو غوښتنو ته مناسب ځواب ورنه کړي، د مشروعیت د زوال بهیر به لا چټک شي.

په دې منځ کې، د رهبرۍ رول هم ډېر مهم دی. د بحران پر مهال، هغه فعالیتونه چې د مدیریت او رهبرۍ له عمقه رابهر کېږي، کولی شي د راتلونکي مسیر وټاکي. که مشري وکولای شي اجماع رامنځته کړي، اصلاحات راولي او د خلکو باور بېرته ورغوي، نو له بحرانه د وتلو امکان شته. خو که مشري خپله د درزونو د زیاتېدو لامل شي، بحران به لا ژور او پېچلی شي.

له جیوپولیټیکي پلوه، په امریکا کې د دننه دا ډول بدلونونه کولی شي د نړۍوال نظام لپاره هم پراخې پایلې ولري. د کورني انسجام کموالی، ښايي د دغه هېواد توان د نړیوالو بحرانونو په مدیریت کې راکم کړي او په عین حال کې، د چین او روسیې په څېر سیالانو ته فرصت ورکړي، چې خپل نفوذ پراخ کړي.

په پای کې، کوم څه چې له دې تحلیل راڅرګندېږي، دا دي چې متحده ایالتونه د خپل تاریخ په حساس پړاو کې قرار لري؛ داسې پړاو چې پکې اقتصادي، ټولنیز او سیاسي درزونه مشروعیت اغېزمنوي. دا چې دا بهیر به په ژور بحران بدل او که یا به د ساختاري اصلاحاتو لپاره په فرصت بدل شي، په راتلونکو کلونو کې د ستونزو د مدیریت پر څرنګوالي پورې اړه لري.

مطالب بیشتر:  د نیویارک ټایمز تحلیلي راپور؛ ټرمپ د امریکا د تاریخ تر ټولو بد ولسمشر دی

په بله اصطلاح، هغه څه چې د «شوروي شېبې» په نوم یادېږي، وړاندې تر دې چې یوه تاریخي وړاندوینه واوسي، په امریکا کې د بحرانونو پر وړاندې ځواب ویلو په برخه کې د واکمن جوړښت ناتواني ده؛ هغه بحرانونه، چې یوازې شعاري نه دی، بلکې په اقتصادي ناانډولۍ، د خلکو د باور په زوال او افراطي سیاسي‌کېدو کې ریښې لري. که دا بهیر همداسې د موقتي حل‌لارو او ګوندي سیالیو له لارې مدیریت شي، نو دا خطر شته چې د ټولنې او واک ترمنځ واټن داسې کچې ته ورسېږي چې بیا به یې جبران خورا ستونزمن وي. په داسې حالت کې، اصلي موضوع یوازې له پخواني شوروي سره ورته والی نه دی، بلکې دا حقیقت دی چې یو لوی ځواک کېدای شي ورو ورو د خپلو کورنیو ستونزو له امله کمزوری شي او د دې کمزورتیا پایلې به تر ټولو وړاندې خپله امریکایي ټولنه احساس کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *