ایتالله سیدعلي خامنهیي شاوخوا څلور لسیزې د ایراني ټولنې د رهبرۍ چارې پر غاړه لرلې وې. د دغه هېواد په معاصر تاریخ کې داسې شخصیتونه کمساري موندل کېږي چې د هغه په څېر یې د ایران پر سیاسي او سټراټیژیکو تګلارو دومره اغېز کړی وي. هغه په داسې نازکو شرایطو کې د ایران مشري پرغاړه واخیسته چې دا هېواد د اسلامي جمهوریت د بنسټګر له مړینې وروسته، د جګړې له شرایطو، نړیوالو بندیزونو، نړیوالو فشارونو، د سیمې له چټکو بدلونونو او د نړیوالو قدرتونو له سیالیو سره مخ و.
اوس چې د هغه جنازه د میلیونونو ایرانیانو او نړیوالو پلویانو له خوا بدرګه کېږي، دا مهال یې د بل هر وخت پرتله، سیاسي کړنو، فرهنګي او کلتوري ميراثونو او د حکومتولۍ تګلارې ته د خلکو پام ور اوښتی دی.
په دې لیکنه کې هڅه کیږي چې د پلویانو او مخالفینو له بحثونو پرته، د هغه تګلارې په بېپرې ډول وڅېړل شي.
پرته له شکه، د ایتالله خامنهیي د مشرۍ تر ټولو څرګنده ځانګړنه پر سیاسي خپلواکۍ ټینګار او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت و. هغه د خپلې رهبرۍ له پیل څخه خپلواکي یوازې د انقلاب شعار نه، بلکې د ایران د امنیت، عزت او ملي حاکمیت اساسي ستنه بلله.
د هغه له انده، هغه هېواد چې خپلې سټراټیژیکې پرېکړې د بهرنیو قدرتونو د غوښتنو تر اغېز لاندې وکړي، په پای کې به خپله سیاسي او کلتوري خپلواکي هم له لاسه ورکړي. له همدې امله یې پر ځینو اسلامي هېوادونو ښکاره نیوکې کولې او د هغو ظاهري پرمختګونه یې د خلکو له ملاتړ پرته، هغو ښيښه ماڼیو ته ورته بللي وو چې د مقاومت ځواک یې له لاسه وتلي وي.
د وخت په تېرېدو سره، دغه لیدلوری، په ځانګړي ډول د لویدیځ او په تېره بیا د امریکا پر وړاندې، د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاست په ټینګو او سټراټیژیکو اصولو بدل شو چې وروسته دغه تګلاره په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې وپالل شوه.
دغه لیدلوري د ایران د پراختیا، ځانبساینې، ځواک، سیاست، حکومتولۍ او په ځانګړي ډول د خبرو اترو د تګلارې عمومي اډانه جوړه کړه. په هغو کلونو کې چې ایران له پراخو اقتصادي بندیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ و، خامنهیي د فشارونو پر مهال د پرېکړو د نه کولو پر اهمیت ټینګار کاوه. هغه باور درلود چې خبرې اترې هغه وخت مانا لري چې د عزت او انډولۍ پر دریځ ولاړې وي، نه د ګواښ او زور له لارې.
له دې لیدلوري سره یوځای، هغه د کورنیو ظرفیتونو پر پیاوړتیا هم ټینګار کاوه. د مقاومت اقتصاد، د کورني تولید ملاتړ، علمي پرمختګ، د سټراټیژیکو ټکنالوژیو پراختیا او د هېواد پر بشري ظرفیتونو تکیه د هغه فکري بنسټیز ټکي وو. د هغه له انده، له اقتصادي او علمي خپلواکۍ پرته سیاسي ځواک دوام نه شي کولی.
ایتالله خامنهیي د ایران د سیمهییز سیاست جوړولو په برخه کې هم مهم رول درلود. د مقاومت له دریځه ملاتړ او په سیمه کې د ایران د نفوذ د زیاتولو هڅې د هغه د رهبرۍ پر مهال د بهرني سیاست له مهمو برخو څخه وې.
د دې سیاست پلویان باور لري چې دغه تګلاره د ایران د مخنیوي ځواک د زیاتېدو او د ملي امنیت د ساتنې لامل شوې، خو مخالفان یې اقتصادي او سیاسي لګښتونه تر پوښتنې لاندې راولي. دا اختلاف د لویدیځې اسیا د کړکېچنې سیمې د سیاست یوه برخه ده؛ خو خامنهیي له موافقو او مخالفتونو سره سره خپله ټاکلې تګلاره تر پایه مخ ته یوړه او ټولې مادي او معنوي پایلې یې په پوره زغم و څارلې.
پرته له شکه، د خامنهیي دوره د ایران لپاره له ننګونو خالي نه وه. اقتصادي ستونزې، د خلکو د ژوند سخت شرایط، پراخ بندیزونه، د هېواد د مدیریت پر سر اختلافونه او تر ټولو مهم، پراخېدونکي ولسي نیوکې هغه موضوعات دي چې د دې دورې د ارزونې پر مهال تل مطرح شوي دي.
خو د دې تر څنګ، ایتالله خامنهیي په خپله تګلاره کې ثابت پاتې شو او د هغه څه دفاع یې وکړه چې د خپل هېواد ګټې او خپلواکي یې بلله. د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د هغه مقاومت، غوڅ دریځ او د کورنیو مخالفینو او نړیوالو فشارونو پر وړاندې ټینګار یې د نړۍ د ډېرو مشرانو پرتله بېل ګڼل کېږي.
تاریخ؛ سیاسي شخصیتونه یوازې د هغوی د ګرانښت یا مخالفت له مخې نه ارزوي، بلکې د ملتونو پر برخلیک د هغوی د اغېز له مخې پرېکړه کوي. ایتالله خامنهیي په وروستیو لسیزو کې د منځني ختیځ له اغېزناکو مشرانو څخه و چې سیاسي خپلواکي، ځانبساینه او د بهرنۍ غلبې پر وړاندې مقاومت یې له نظریې څخه پر عملي تګلارې بدل کړ.
د دې له امله، د سیمې مقاومت پیاوړی شو او د مسلمانانو له پامه د فلسطینیانو موضوع له پامه ونه غورځول شوه.
د هغه د ژوند له پای ته رسېدو سره سم، وروستۍ ارزونه باید تاریخ ته پرېښودل شي خو له پیله څرګنده ده چې د ایتالله سیدعلي خامنهیي نوم د خپلواکۍ، مقاومت او د خپلواکو پرېکړو نیولو له نوم سره غوټه پاتې کیږي.
د هغه د تګلارې د پایلو په اړه بېلابېل نظرونه شته، خو دا نه شي ردېدای چې هغه د معاصر ایران د سیاست له مهمو بنسټګرو څخه و چې فکري او سیاسي میراث به یې لا هم د ایران په کورنیو او سیمهییزو معادلو کې اغېز ولري.
