اسپانیا ته د مراکشي کډوالو هجوم؛ اروپا کې د کډوالۍ نوې څپه

اسپانیا ته د مراکشي کډوالو هجوم؛ اروپا کې د کډوالۍ نوې څپه

په وروستیو ورځو کې د هغو زرګونو مراکشي وګړو عکسونه چې په لامبو، وړو کښتیو او له اغزن تارونو د اوښتو له لارې یې د شمالي افریقا په هسپانوي خودمختاره ښار سیوټا ته ځانونه ورسول، یو ځل بیا په اروپا کې د کډوالۍ ناورین د سیاسي بحثونو سرټکي ګرځولي دي. په لومړي سر کې دا پېښه یوازې د ناقانونه کډوالۍ یوه څپه ښکاري، خو په حقیقت کې د هغو اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او امنیتي لاملونو انعکاس دی چې له مراکش څخه پیلېږي او د اروپایي ټولنې د سرحدي سیاستونو تر کچې رسېږي. داسې ښکاري چې کډوالي نور یوازې د انسانانو لېږد نه دی، بلکې د مدیترانې سیمې د امنیتي او جیوپولیټیکي معادلو یوه برخه ګرځېدلې ده.

مراکش په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د بنسټیزو زیربناوو په پراختیا، د ګرځندوی صنعت په ودې، د بهرنیو پانګونو په جذب او د تولیدي صنایعو په پیاوړتیا سره د شمالي افریقا د راټوکېدونکو اقتصادونو په ډله کې خپل ځای لوړ کړي، خو د دغه هېواد اقتصادي وده د ټولنې د بېلابېلو پوړونو او سیمو ترمنځ په متوازن ډول نه ده وېشل شوې. د ځوانانو او لوستو کسانو بېکاري لا هم لوړه ده، د ژوند لګښتونه زیات شوي، پرله‌پسې وچکالیو کرنیز سکټور کمزوری کړی او د لویو ښارونو او محرومو سیمو ترمنځ د پراختیا واټن لا ژور شوی دی. له همدې امله، د ډېرو مراکشي ځوانانو لپاره کډوالي نور انتخاب نه، بلکې له یوې ناڅرګندې راتلونکې څخه د تېښتې لاره ګڼل کېږي.

له بلې خوا، اسپانیا په داسې وضعیت کې ده چې هم د کډوالو له کاري ځواک څخه ګټه اخلي او هم یې امنیتي لګښتونه پر غاړه اخلي. د سیوټا او ملیله ښارونه د افریقا له وچې سره د اروپایي ټولنې یوازینۍ ځمکنۍ پولې دي، نو ځکه په دغو سیمو کې هر ډول بدلون یوازې د مادرید کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د اروپایي ټولنې د سرحدي امنیت له مسئلې سره مستقیم تړاو لري. اسپانیا په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د بشري حقونو د ژمنو، د کار بازار اړتیاوو او امنیتي غوښتنو ترمنځ توازن وساتي، خو د کډوالۍ هره پراخه څپه دغه توازن له جدي ننګونې سره مخ کوي او د هېواد دننه د سیاسي اختلافاتو د زیاتېدو زمینه برابروي.

مطالب بیشتر:  کابل او اسلام‌آباد؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې متضاد لیدلوري

د کډوالۍ د وروستۍ څپې جرړې باید د «دفع کوونکو» او «جذب کوونکو» عواملو په اړیکه کې ولټول شي. له یوې خوا، په مراکش کې بېکاري، اقتصادي نابرابري، د کاري فرصتونو کمښت او له معیشتي فشارونو څخه د وتلو انګېزه پیاوړې کوي، او له بلې خوا، د اروپا او شمالي افریقا ترمنځ د هوساینې، عایداتو او ټولنیزو خدماتو څرګند توپیر د کډوالۍ ته لېوالتیا زیاتوي. ترڅنګ یې، د انسان قاچاقي شبکې، په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو خپرېدل او اسپانیا ته د مراکش جغرافیایي نږدېوالی هم د دې څپې په رامنځته کېدو کې اغېزناک رول لري. ځینې شنونکي په دې باور هم دي چې د مراکش او اروپایي ټولنې په اړیکو کې د سرحدونو مدیریت ځینې وخت د سیاسي معاملې او فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ دا ښيي چې کډوالي نور یوازې یوه بشري موضوع نه ده، بلکې په ځینو شرایطو کې د ډیپلوماتیکو تعاملاتو یوه وسیله هم ګرځېدلې ده.

د کوپنهاګن مکتب له نظره، د وروستیو کلونو یو مهم بدلون د کډوالۍ امنیتي کول دي. د دې لیدلوري له مخې، هغه بهیر چې په اصل کې ټولنیز یا بشري ماهیت لري، کله چې دولتونه یې د ملي امنیت، کلتوري هویت یا سیاسي ثبات پر وړاندې د ګواښ په توګه معرفي کړي، نو امنیتي بڼه غوره کوي او د فوق‌العاده اقداماتو لپاره زمینه برابروي. د کډوالۍ وروستۍ څپې ته د اسپانیا چټک غبرګون، د امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کول، د سرحدونو د کنټرول پیاوړتیا او د اروپایي ټولنې له لوري د سختو سرحدي سیاستونو ملاتړ دا څرګندوي چې په اروپا کې کډوالي تر پخوا ډېره له یوې بشري مسئلې څخه په امنیتي مسله بدله شوې ده.

مطالب بیشتر:  د اقتصاد وزارت له مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري سره ځانګړې مرکه

د دې بهیر دوام به د مدیترانې دواړو غاړو ته مهمې پایلې ولري. د لنډ وخت لپاره به د سرحدونو د لا سخت کنټرول، د اروپایي ټولنې او مراکش ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراخېدو او د کډوالو د منلو د سیاستونو د محدودېدو احتمال رامنځته کړي. په سیاسي ډګر کې هم دا ناورین کولی شي په اروپا کې د کډوالۍ ضد ښي‌اړخو ګوندونو د پیاوړتیا او پر اروپایي حکومتونو د لا سختو پالیسیو د خپلولو د فشار لامل شي. خو که د مراکش د اقتصاد بنسټیزې ستونزې، په ځانګړې توګه بېکاري او ناانډولي، همداسې دوام ومومي، د کډوالۍ انګېزه به هم راکمه نه شي او د انسان قاچاقي شبکې به له دې وضعیت څخه ګټه پورته کوي.

په پای کې، اسپانیا ته د مراکشي کډوالو وروستی هجوم باید یوازې د سرحدونو ناورین ونه ګڼل شي؛ دا پېښه د مدیترانې د شمال او سویل ترمنځ د پراختیا نښه او په نړیوال نظام کې د اقتصاد، امنیت او سیاست د پېچلي تړاو څرګندونه ده. تجربو ښودلې چې هېڅ سرحدي دېوال، که هر څومره لوړ او پرمختللی هم وي، د اقتصادي پراختیا، دوامدارې دندې او سیمه‌ییزې همکارۍ بدیل نه شي کېدای. که اروپا یوازې پر امنیتي وسایلو تکیه وکړي، ښايي د یوې مودې لپاره د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي، خو د ناورین اصلي ریښې به پر خپل ځای پاتې وي. دوامدار امنیت هغه مهال تضمین کېدای شي چې انساني امنیت او اقتصادي پراختیا د کډوالو د اصلي هېوادونو د کډوالۍ د مدیریت د ستراتیژۍ مهمه برخه وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *