لیکوال: علي ودایع
ایران او امریکا په بېلابېلو برخو کې، د جګړې له ډګره د «لنډمهالي اوربند» تر سیوري لاندې، د ډیپلوماټیکې جګړې پر لور وخوځېدل. اسلامآباد کې د خبرو اترو مېز په حقیت کې د اخلاقي تفاهم هڅه نه وه، بلکې په منځني ختیځ کې د نفوذ د پولو بیا تعریف په موخه یو ډیپلوماټیک سنګر و. مهم ټکی دا دی چې «د باروتو ډیپلوماسي» لا هم د «مطلقې بېباورۍ» په فضا کې یو «سخت چوکاټ» ګڼل کېږي. د اسلاماباد غونډه که څه هم د «مذاکراتي فارمټ» له اړخه د واشنګټن او تهران ترمنځ د مخامخ لیدنې لپاره یو مهم پړاو او فرصت و، خو د «منځپانګې» له اړخه، پر خپلو دریځونو د دواړو لورو ټینګ درېدو، دا خبرې اترې له یوه ځنډېدلي بنبست سره مخ کړې دي. اوسمهال د لوبې توپ د پلازمېنو په میدان کې دی څو د اوربند د غځولو یا بېرته جګړې ته د ستنېدو په اړه پرېکړه وکړي. دې ته هم باید متوجه واوسو، کوم څه چې تر ننه رامنځته شوي، دا کومه پېښه نه، بلکې یو ماتریسي بهیر دی چې بېلابېل توپیرونه او فکټورونه لري او ډېری یې په سترګو نه معلومېږي، خو په وروستۍ پایله کې اغېزناک وي.
کوم څه چې نن سبا د اسلامآباد مذاکراتو تر عنوان لاندې وینو، په حقیقت کې د هغه «لېوني سړي» د جګړې او سولې د بهیر محصول دی، چې سپینې ماڼۍ ته د «ډونالډ ټرمپ» په بېرته راګرځېدو سره په اجنډا کې شامل شو. باید وویل شي چې د امریکایانو چلند تر ډېره د نړۍوالو اړیکو د «سختې انارشۍ» او د سترو ځواکونو د وزنکولو بدلونونو او د جیوپولیټیکي درزونو پر سیمو د سیستماتیکو فشارونو تر اغېزې لاندې دی. د نړۍوالو اړیکو د اصلي جوړښت په توګه د «ریالیزم» نظریې د اوکراین له جګړې وروسته، د ټولو اړخونو پر کړنو او غبرګونونو اغېز کړی دی. په دا ډول چوکاټونو کې معمولاً «ځواک»، «بقا» او «توازن» د ایډیولوژۍ ځای نیسي او د اصلي لوبغاړو په توګه راڅرګندېږي. د ایران له قضیې پرته، نور ټول معادلات د لوبغاړو د «سخت ځواک» د بیارغونې او تریګلتیاوو مدیریت پورې تړلي دي. د نړۍوالو اړیکو له اړخه په لویه او کوچنۍ کچه، تلپاتې سولې ته رسېدل عملاً ناشوني ښکاري. په دې خړه پړه فضا کې، چې ډیپلوماسي د نورو وسیلو له لارې یوازې د جګړې دوام مانا ورکوي، اساسي پوښتنه دا ده: آیا ښکېل اړخونه د وېرې موازنې د تثبیت پر لور حرکت کوي، که لا هم ډیپلوماسۍ ته هیله شته؟
د ډیپلوماسۍ پر توپلرونکې کښتۍ سپور لېونی سړی
«سان تزو» د جګړې هنر په کتاب کې لیکي: «که ځان او دښمن دې وپېژنې، په سلګونو جګړو کې به هم بریالی شې؛ که ځان وپېژنې خو دښمن ونه پېژنې، د هرې بریا په بدل کې به یوه ماتې ولرې او که نه ځان وپېژنې او نه هم دښمن، نو په هره جګړه کې به ماته وخورې.» سان تزو همداراز وايي: «ټولې جګړې پر چلول ولاړې دي.» کله چې د «لېوني سړي» د دوکترینو (هغه تیوري چې په یوه برخه کې پرې هوکړه شوې وي) خبره کوو، په حقیقت کې د افکارو له مهنډسۍ سره مخامخ یو. واشنګټن هڅه کوي د «نه منونکې وړاندوینې» او سینوسي (هسک او ټیټ) چلند پر بنسټ، له مقابل لوري د پېژندنې وسیله واخلي. ټرمپ غواړي په افکارو کې د لاسوهنې له لارې، د سیال لوري په ذهن کې د مقاومت لګښت «ناڅرګند» او «خورا زیات» وښیي؛ څو د هغوی منقطي محاسبې شنډې کړي.
لېونی سړی له ټول ځواک په استفادې هڅه کوي، چې پرته له جګړې د لګښتونو په زیاتوالي سره مطلوبې معادلې ته ورسېږي، خو د ایران په قضیه کې تر دې دمه دا معادله له تړلې دروازې سره مخ شوې. له تاکتیکي اړخه ښايي امریکایانو ځینې ضربې وارد کړې وي، خو له سټراټیژیک اړخه لا هم تر بریا پورې اوږد واټن په مخ کې لري. د امریکایي ولسمشر د فکري الګوریتم یوه ساده ارزونه ښیي، چې هغه د «ارزانه بریا» مینهوال دی، خو تهران لا هم یو «ګران او سخت هدف» ګڼل کېږي. د «جمیز مونرو» کارخونې تنظیماتو او د «توپلرونکې کښتۍ ډیپلوماسۍ» دورې ته د واشنګټن بېرته ستنېدل، د امریکا د چلند عمومي جوړښت روښانه کوي. په فارس خلیج کې د سمندري بېړیو حضور، په حقیقت پر تهران د ارادې د تپلو لپاره د ځواک نندارې روښانه بېلګه ده. دا ډول سټراټیژي بیانوي، چې د مذاکراتو مېز تر شا کلمې (خبرې) هغه وخت وزن لري، چې د مېز پر سر د وسلو دروند سیوری احساس شي. دلته پر توپونو سمبال کښتۍ هغه وسیله ده، څو د ځواک په لیدو سره، د لومړۍ مرمۍ له فیر مخکې، د دښمن ارادې کمزورې شي.
په همدې حال، د ریالېزم نظریې ورکوونکی «سټیفن والټ» وایي: «توازن د مطلق ځواک پر بنسټ نه، بلکې د ګواښ د ادراک پر بنسټ رامنځته کېږي.» واشنګټن د «لېوني سړي دوکترین» له لارې هڅه کوي، د ځان په اړه د سیال لوري درک ګډوډ کړي، په داسې حال کې چې د «توپلرونکې کښتۍ ډیپلوماسۍ» په مرسته غواړي، له جګړې وړاندې د مقابل لوري اراده ماته کړي. په دې جوړښت کې د ایران بریا د «لفظي ادعاوو» د پېژندګلوۍ پر اساس نه، بلکې د مقابل لوري لپاره د «واقعي محدودیتونو» او «ملموسو لګښتونو» په درک کې ده.
د وېرې په تله کې د ځان تلل
هغه وروستۍ هدف چې دواړه لوري یې تعقیبوي، د داسې مخنیوي ځواک رامنځته کول دي، چې ایران تر یوه بریده پکې بریالی دی. د «وېرې تلې» مفهوم د سړې جګړې په دوره کې ریښه لري، خو په نننیو ریالیسټي شننو کې دا مفهوم له سره په عصري بڼه تولید او تعریف شوی دی. دا اصطلاح هغه وضعیت بیانوي، چې پکې دوه سیال ځواکونه د پوځي وړتیاوو، په ځانګړي ډول د «اټومي یا سټراټیژیکو وسلو» داسې کچې ته رسېدلي وي، چې یو لوری د برید په صورت کې د بل لوري له «پرېکنده او ویجاړوونکي» غبرګون سره مخامخ شي. د ډیپلوماټیکو ادبیاتو خلاف، «ښه نیت» یوازې له کلمو سره لوبه کول دي، خو له مقابل لوري وېره سوله ساتلی او ټینګولی شي.
«جان مرشایمر» بیا دلته نړۍ د ریالېزم له عینکو د یوې جګړې په توګه ویني، چې پکې ملګري ملتونه یا نړۍوال حقوق یوازې سمبولیک او زینتي وسایل دي. کله چې د یوه دولت ملي امنیت له ګواښ سره مخ شي، هېڅ داسې مخکښ ځواک نشته، چې هغه ته زنګ ووهي. مرشایمر په دې باور دی، چې ښکېل لوري د دوستۍ لپاره اسلامآباد ته نه دي تللي. د هغه د شننې پر اساس، مذاکره یوازې هغه وخت نتیجې ته رسېږي، چې د جګړې د دوام لګښت (لکه د روژې جګړې یا ۱۲ ورځنۍ جګړې تکرار) تر ګټې ډېر شي. دلته باید دې ته پام وشي، چې د ښکېلو خواوو ترمنځ د «ځواک» او «ګواښ» درک ظریف توپیرونه لري، خو د هغوی د چلند پر بڼه اغېز لرلی شي.
سټیفن والټ د «ګواښ توازن» په نظریه کې وايي، چې دولتونه یوازې له زور نه، بلکې له ګواښ وېرېږي. په دې چوکاټ کې یو دولت هغه مهال بل دولت ګواښ ګڼي چې ۱. ټولیز ځواک، ۲. جغرافیایي نږدېوالی، ۳. یرغلیزه وړتیا، او ۴. د یرغل نیت موجود وي. دلته تهران نه یوازې د امریکا د فشارونو پر وړاندې تسلیم نه شو، بلکې یرغلیز او بریدګر چلند یې خپل کړ؛ سره له دې چې ایران د لوبې له وروستۍ پړاو سره فاصله لري، خو لا هم یو هوښیار لوبغاړی دی.
په منځني ختیځ کې د امنیت معما
د اسلاماباد غونډې له وروستۍ پایلې پرته، مذاکرې ته د ټرمپ بېرته راګرځېدل د یوه «سخت پړاو» پیل و. د ۱۲ ورځنۍ جګړې رامنځته کېدل او ورپسې د رمضان جګړه، د هغو محاسباتو مستقیمه پایله وه چې د موساد د ناسمې معلوماتي بستې پر بنسټ د سپینې ماڼۍ لپاره جوړه شوې وه. د یرغلیز ریالېزم له نظره، دا نښتې تصادفي نه وې، بلکې د خبرو اترو مېز ته له کېناستو وړاندې، د ځواک به تله د وزن تللو هڅه وه.
ایران د مخنیوي ځواک په ښودلو او امریکا د اعظمي نظامي فشار په کارولو سره هڅه وکړه، چې شته واقعیتونه او غوښتنې پر مقابل لوري تحمیل کړي، خو په پای کې د امریکا لپاره ایران سره د جګړې لګښتونه د مذاکراتو او لنډمهالي اوربند له ګټو زیات شول. ویلی شو که ایران یا امریکا احساس کړي چې کولی شي د لا زیات فشار له لارې سیال په بشپړه توګه له منځه یوسي، هېڅکله به هوکړې ته ونه رسېږي. په اسلاماباد کې توافق یوازې هغه وخت «عقلاني» کېږي چې دواړه لوري د یو بل د لهمنځه وړلو بنبست ته ورسېږي؛ یعنې دا درک کړي چې د جګړې په ډګر کې نور پرمختګ د بریا پر ځای د ټولیزې ځانوژنې مانا لري.
ایران په اسلاماباد کې په دې هڅه کې و، چې د مرشایمر له منطق یعنې (د مخنیوي ځواک ساتل او د وېرې توازن) څخه په استفادې سره امریکا دې ته اړه کړي چې د والټ له منطق سره سم خپل یرغلیز نیت بدل او امنیتي تضمین ورکړي. خو د ریالېزم پاراډاکس دا دی، هر څومره چې ایران د (مرشمایر منطق) پر اساس د وېرې د توازن لپاره پیاوړی کېږي، امریکا د (والټ منطق) پر بنسټ، د ایران نیت لا یرغلیز درک کوي او همدا «امنیتي معما» د مذاکراتو ستونزمن کېدو لامل کېږي.
همدا لامل دی، چې موږ یوې بلې معادلې ته دننه کېږو؛ هغه معمایي بڼه چې د «خپل امنیت» د ټینګښت د حاصل هڅه ده. له همدې امله، سټیفن والټ ټینګار کوي چې «د ګواښ درک» د ځواک په پرتله خورا مهم دی. که ښکېل لوري ونه شي کولای د «باور جوړونې اقداماتو» له لارې مقابل لوري پوه کړي، چې د یو بل د بقا له منځه وړلو نیت نه لري، نو دا امنیتي معما به هغوی د تاوتریخوالي د زیاتېدو او په پای کې جګړې (لکه د ۱۲ ورځنۍ جګړې) پر لور بوځي. اساسي ننګونه دا ده چې د بېباورۍ سیوری د تهران او واشنګټن تر منځ د باروتي ډیپلوماسۍ د چاودنې وسیله ګرځي.
په سپینه ماڼۍ کې درز
د جوړښتي ریالېزم له نظره، د بېتفاوته لوبغاړو رول له پامه نه شي غورځېدای. «جوړښت» عمومي مسیر ټاکي، خو «منځګړي داخلي توپیرونه» (لکه د مشرانو انګېرنې، سیاسي سیالۍ او دولتي انسجام) دا ټاکي چې یو دولت کله او څنګه د جوړښتي فشارونو ځواب ورکوي.
د ډیموکراټانو د بریدونو بڼه ښيي، چې هغوی د منځمهاله ټاکنو په درشل کې یو منظم پلان لري. «خره» غواړي په نومبر میاشت کې د «فیلانو» ملا ماته کړي، او د جګړې پایلې ورته یو نعمت ښکاري. جالبه دا ده چې د سپینې ماڼۍ په زړه کې هم د تهران په اړه ژور اختلاف شته. د امریکا د ولسمشر مرستیال «جیډي ونس»، د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو»، پر وړاندې ولاړ دی.
دوی دواړه د امریکا ملي ګټې غواړي، خو هم د بهرني دښمن پر وړاندې د «سرچینو وېش» په بڼه کې او هم د ټرمپ د میراث لپاره په سیالۍ کې سخت اختلاف لري. د ونس لپاره اصلي ګواښ په منځني ختیځ کې نه، بلکې په ختیځه اسیا (چین) کې متمرکز دی. هغه باور لري چې هر ډالر چې له ایران سره په جګړه کې لګېږي (لکه د روژې جګړې درانه لګښتونه)، د د بېجېنګ پر وړاندې د امریکا جبهه کمزورې کوي.
د ټرمپ مرستیال د یوې «معاملهکوونکې هوکړې» په لټه کې دی. ونس غواړي د یوه «تلپاتې اوربند» یا «سړې هوکړې» له لارې د ایران دوسیه د ټرمپ له مېزه لرې کړي، څو د حکومت انرژي پر کورنیو مسایلو او د چین پر مهارولو ولګېږي. هغه پوهېږي چې د ټرمپ اصلي ملاتړي (امریکا بیاځلي عظمت ته رسوو) یا (MAGA) له جګړې ستړي شوي او د سونتوکو د بیو له امله رامنځته شوی انفلاسیون کولی شي د ۲۰۲۶ منځمهاله ټاکنو کې جمهوريپال له ناورین سره مخ کړي.
مهم ټکی دا دی، چې ونس د اسلاماباد په غونډه کې وښوده چې کولای شي «بد پولیس» واوسي؛ که څه هم هغه هڅه وکړه د مذاکراتو د دوام دروازه پرانیستې وساتي. په داسې حال کې چې ونس د داخلي ثبات لپاره د «وخت اخیستلو» په لټه کې دی، اسراییل (د واګرا لوبغاړي په توګه) او مارکو روبیو په دې باور دي چې «وخت د ایران په ګټه دی». هغوی باور لري، هره ورځ چې په اسلاماباد کې په بحث تېریږي، ایران د خپلو سټراټیژیکو ظرفیتونو د ټینګښت لور ته لا نږدې کېږي.
په ښکاره ډول ویل کېدای شي چې د سپینې ماڼۍ د چارواکو سیاسي برخلیک د ایران له دوسیې سره تړلی دی. که ونس وکولای شي د یوې هوکړې له لارې جګړه پای ته ورسوي، نو ځان به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د «سولې او اقتصاد سړي» په توګه مطرح کړي. ونس لکه ټرمپ غواړي د امریکا له تر ټولو سخت دښمن سره یو یادګاري انځور واخلي. په مقابل لوري کې، که مذاکرات ناکام شي، روبیو به د «ما ویلي وو چې ډیپلوماسي کار نه ورکوي» تر شعار لاندې، د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل چانس زیات کړي.
احتمالي سناریوګانې
شاید وکولی شو ووایو، چې ښکېل لوري لا تر اوسه د وېرې د توازن تعادل ته نه دي رسېدلي. د اسلاماباد غونډې وښودله چې امریکا لا هم د لګښتونو د درک په پړاو کې ده؛ یعنې لېونی سړی لا دې پایلې ته نه دی رسېدلی چې د اوسني وضعیت د دوام لګښت رښتیا هم د ډیپلوماسۍ د شاتګ لګښت په پرتله زیات دی. د هغه فضا پر بنسټ چې انځور شوې، د اسلاماباد د مذاکراتو لپاره څلور احتمالي سناریوګانې د تصور وړ دي:
الف- د «برزخ ځنډېدو» سناریو: دا سناریو چې د اسلاماباد د غونډې مستقیمه او سمدستي پایله ده، د «نه جګړې او نه سولې» فضا پر رامنځته کولو ټینګار کوي. په داسې حال کې چې د «مارکو روبیو» نږدې کړۍ باور لري چې ایران ته باید امتیاز ورنه کړل شي، نو مذاکرات به له ملموسې پایلې پرته اوږده شي. په دې پړاو کې، امریکا د «توپلرونکې کښتۍ ډیپلوماسۍ» او اعظمي سمندري فشار ته دوام ورکوي او ایران هم د «وېرې توازن» د دفاعي وړتیاوو په پیاوړتیا او په فارس خلیج کې د سټراټیژیکو اهرمونو په ساتلو سره تمرکز کوي. دا یوه «د اعصابو لوبه» ده چې پکې د سپینې ماڼۍ بازان د معاملې پر ځای، د تهران د بشپړې تسلیمۍ غوښتونکي دي.
ب- د «امنیتي معما چاودنې» سناریو: دا تر ټولو خطرناک مسیر دی چې مستقیم د «امنیتي معما» له زړه راوتلی. د اسلاماباد د مذاکراتو د لومړي پړاو له ناکامۍ وروسته، په فارس خلیج کې د محاسبوي تېروتنې یا د واګرا لوبغاړو، په ځانګړي ډول تلابیب له خوا د اذیت کوونکو عملیاتو احتمال په شدت زیات شوی دی. هغه لوبغاړي چې باور لري «وخت د ایران په ګټه دی»، د اوسني نیمځوړند اوربند په ګډوډولو سره هڅه کوي واشنګټن یوې ټولیزې جګړې ته ورټېل وهي، څو د ایران سټراټیژیک ظرفیتونه له وړاندې ویجاړ کړي.
ج- د «اور بندولو» سناریو: د اسلامآباد غونډې له پای وروسته، د «جيډي ونس» څرګندونو دا سناریو لا هم د یوه ډاډمن سوپاپ په توګه پر مېز پرېښوده. واقعبینانه لید ښيي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال لا هم د مذاکراتو دوام ته نیمه سترګه لري. په دې حالت کې، د یوې هراړخیزې هوکړې پر ځای، ښکېل لوري د «نهتاوتریخوالي» پر یوه نالیکلي تفاهم هوکړې ته رسېږي. په اوسني حساس وخت کې ایران خپلې مهمې کړنې تر یوه بریده کنګلوي او په مقابل کې، واشنګټن د نړۍوالو سونتوکو د انفلاسیون د مدیریت او د ۲۰۲۶ منځمهاله ټاکنو په درشل کې د کورني وضعیت د ارامولو لپاره، د ایران د تېلو د صادراتو پر یوې برخې سترګې پټوي. دا هماغه «د وخت اخیستل» دي چې ونس یې د چین د مهار لپاره غواړي. د واشنګټن اقتصادي څېړنیز مرکزونه باور لري چې ټرمپ د ۲۰۲۶ د نومبر ټاکنو په درشل کې له «نفتي شاک» څخه سخته وېره لري. که ایران وکولای شي د هرمز تنګي کې د «انرژۍ امنیت» اهرم وښيي، نو د «اور بندولو» سناریو به د روبیو پر یرغلیز لیدلوري غالبه شي.
د- «توره پیاوړې» سناریو: که څه هم د اسلاماباد له غونډې وروسته یې احتمال خورا کم دی، خو د ټرمپ دوکترین تل د ناڅاپي بدلون ظرفیت لري. دا سناریو یوازې هغه وخت رامنځته کېږي چې ټرمپ د یوې «ارزانې خو لویې بریا» د ترلاسه کولو لپاره شخصاً ډګر ته راښکته شي او د یوې زړورې هڅې له لارې، یعنې د (د شمالي کوریا له ماډل هم لوی) پر تهران داسې هوکړه وتپي، چې له مخې یې هم د نومبر ټاکنو له سره د جګړې سیوری لرې کړي او هم خپل ځای د «تاریخ تر ټولو لوی معاملهکوونکي» په توګه ثبت کړي؛ هغه سناریو چې د سیمې د واګرا لوبغاړو لپاره لویه وېره ده.
ډیپلوماسي د جګړې جبهې په څېر
د لیبرالي نظریې د انګېرنو خلاف چې مذاکرات د «دوستۍ» د ترلاسه کولو لاره ګڼي، د جوړښتي ریالېزم منطق حکم کوي چې د اسلاماباد مېز یوازې «د جګړې د جبهې په دوام کې یو نوی سنګر» دی. د اسلاماباد د غونډې نسبي بنبست وښودله چې په دې مذاکراتو کې واګرايي او همپالنه نه یو اخلاقي بهیر، بلکې د ځواک پر وېکټور او د توپیرونو پر لوبه ولاړه کره محاسبه ده. د نړۍوالو اړیکو سخت واقعیت وښودله چې حتا که توافق هم شوی وای، دا د دښمنۍ پای نه و، بلکې یوازې به یې د لګښت بڼه بدله کړې وای. د اسلامآباد غونډې وښودله چې ښکېل لوري اوس مهال غوره ګڼي د لوړو پوځي لګښتونو (لکه د ۱۲ ورځنۍ جګړې یا د رمضان جګړې) پر ځای، خپله سیالي په «خړ زون» کې او د جیوپولیټیکي نفوذ او اقتصادي فشار له لارې وڅاري. په دې فضا کې وسلې نه دي ایښودل شوې، بلکې یوازې «د ډزو طریقه» بدله شوې ده. کومه غلیظه فضا چې په اسلامآباد کې حاکمه وه، باید د «لنډمهالي اوربند» او «تلپاتې سولې» تر منځ سټراټیژیکه تېروتنه ونه شي. په داسې نړۍ کې چې «لېونی سړی» د توپلرونکو کښتیو پر سر سپور دی، وروستۍ بریا په کاغذي لاسلیکونو کې نه راڅرګندېږي، بلکې د «وېرې توازن» دوام او امنیتي معما ده چې سیال له هر ډول نوې محاسباتي تېروتنې راګرځوي.
ایران په اسلاماباد کې په رومانټیکه مانا د سولې په لټه کې نه و، بلکې غوښتل یې په نړۍواله تله کې خپل ځای تثبیت کړي. د دې مذاکراتو ناکامي یا بنبست یوازې یو سټراټیژیک پیغام لري: د ریالېزم په منطق کې یوازې هغه لوبغاړي خپله بقا تضمینوي چې «د متقابلې ویجاړۍ وېره» د خپلې ډیپلوماسۍ د وسیلو نه جلا کېدونکی برخه وبولي. دلته د مذاکراتو مېز د جګړې پای نه، بلکې یوازې د ګواښ د توازن په چوکاټ کې د سنګرونو بیا وېش دی. په پای کې اساسي پوښتنه دا ده: ایا اسلاماباد د یوې جګړې د پیل پای و، که د یوې بېپایلې ډیپلوماسۍ د پای پیل؟
