اسلامي امارت وايي د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له مخې غواړي له بهرنیو هېوادونو سره خپلې اړېکې پراخې کړي. په قطر کې د اسلامي امارت سرپرست د سفارت سرپرست سهیل شاهین، له اسلامي، په ځانګړي ډول له خلیجي هېوادنو غوښتي چې د افغانستان بیا رغونې او پراختیا برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي
شاهین له افاق خبري اژانس سره مرکه کې له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو بللې. د هغه په وینا اوس چې په افغانستان کې امنیت او اسلامي نظام حاکم دی، اسلامي امارت غواړي اسلامي هېوادونه دې، د افغانستان د بیا رغونې، پانګونې او اقتصادي پرمختګ په بهیر کې فعال ګډون ولري. د هغه په وینا دغه هېوادونه کولای شي له اسلامي امارت سره د نورو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې هم مثبت رول ولوبوي او خپل اسلامي مسوولیت ادا کړي
سهیل شاهین افاق خبري اژانس ته ویلي: «اوس چې افغانستان ازاد شوی او اسلامي نظام پکې حاکم دی، اسلامي امارت هیله لري چې اسلامي هېوادونه، په ځانګړي ډول د خلیج هېوادونه، د بیا رغونې، اقتصادي ودې او پانګونې په بهیر کې فعال رول ولوبوي او همدارنګه د اسلامي امارت د نورو هېوادونو سره د اړیکو په پراختیا کې مثبت نقش او خپل اسلامي مسوولیت ترسره کړي».
په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او د خلیج هېوادونو اړیکې پراخې شوې دي. د شنونکو په اند دغه هېوادونه له اوسني افغان حکومت سره ښې اړیکې لري، خو د رسميت پېژندنې موضوع د نړیوالې ټولنې په ځینو شرطونو پورې تړلې ده
سیاسي شنونکی اسدالله ندیم په دې اړه وايي: «د خلیج ډېر عربي هېوادونه، لکه قطر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان، له اوسني افغان حکومت سره ډېرې ښې اړیکې لري او دا اړیکې په عملي ډول له رسمي اړیکو سره ډېر توپیر نه لري. خو د پېژندنې اصلي ستونزه د افغانستان د حکومت په خپله پورې تړلې ده»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشر هم د لوی اختر په اختریز پیغام کې د اسلامي شریعت د اصولو په چوکاټ کې له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و.
