سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه درېدلې، خو د مذاکراتو د پیل او ښه پرمختګ په اړه د ډونالډ ټرمپ له پرلهپسې څرګندونو سره سره، لا هم تهران له واشنګټن سره د خبرو اترو پخلی نه دی کړی او د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو برخلیک ناڅرګند دی.
په دې لړ کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا پرون ناوخته د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره شپږ شرطونه وړاندې کړي او ټینګار یې کړی، څو چې امریکا د ایران دا شرطونه ونه مني، هرمز تنګی به پرانیستل نه شي.
«د بندیزونو لغوه کول، د سمندري محاصرې پای ته رسول، د جګړې د تاوانونو ورکول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول، په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول، چې لبنان، فلسطین، یمن او عراق هم پکې شامل دي، او پر ایران د ګواښونو پای ته رسول».
په ورته وخت کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې دوی له جګړې وېره نه لري او تر وروستۍ سلګۍ به ودرېږي. هغه ټینګار کړی، هره هغه پرېکړه چې د ایران مشر وکړي، دوی به ورسره ولاړ وي.
د هرمز تنګي پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام، ایران او عمان په دې اوبړۍ لاره کې د لنډمهاله نوي مسیر پر سر هوکړې ته نږدې شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د ایران او عمان ترمنځ د نوي مسیر ټاکل د هرمز تنګي د پرانیستلو په معنا نه دي. عراقچي ټینګار کړی، چې د اوسني وضعیت لامل د امریکا له لوري په پرلهپسې توګه د تفاهم د نقضولو پایله ده.
اخوا بیا د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ادعا کړې، چې امریکا د ایران اټومي پروګرام او پوځي وړتیاوې یې له منځه وړي دي. ونس له فاکس نیوز سره مرکه کې زیاته کړې، چې که ایران د اوږدمهاله بدلونونو لپاره چمتو نه شي، امریکا به خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.
«امریکا د ایران اټومي پروګرام له منځه وړی، د دغه هېواد متعارفې پوځي وړتیاوې یې کمزورې کړې او د ایران نامتقارن پوځي ظرفیت یې هم په جدي توګه راکم کړی دی. که ایران اوږدمهاله بدلونونو ته چمتو نه شي، امریکا به پرې فشارونو ته دوام ورکړي».
د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو مبهم وضعیت او د هرمز تنګي پر سر د ترینګلتیاوو په لړ کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) بیا ادعا کړې، چې امریکايي ځواکونو د ایران د سمندري محاصرې په چوکاټ کې ۵۳ سوداګریزې بېړۍ د خپل مسیر بدلون ته اړې کړې، دوه یې له کاره غورځولې او دوو نورو ته یې ځواکونه ننوتلي دي.
