د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «بېړنی شاتګ» بللی او د دې بهیر د مدیریت له امله یې، د جوبایډن پر اداره سختې نیوکې کړې دي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د فرانسې په کوربتوب د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (G7) د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې ګڼ پوځي تجهیزات پرېښودل، په داسی حال کې چې کولای یې شوای د مناسب پلان له مخې ټول تجهیزات راوباسي. نوموړي یو ځل بیا ادعا وکړه چې که څه هم دغه تجهیزات اوس تر یوه بریده زاړه او استهلاک شوي، خو ښايي پاتې تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.
«ما هم د وتلو نیت درلود؛ موږ غوښتل په عزت او ویاړ ووځو او سل سلنه تجهیزات له ځان سره یوسو. حتا د خیمو په راټولولو بوخت وم، خو هغوی راغلل او هر څه یې پرېښودل. ټول تجهیزات یې هملته پرېښودل. ښايي وکولای شم هغه ټول تجهیزات بېرته ترلاسه کړم. البته اوس دا موضوع تر ډېره سمبولیک اړخ لري، ځکه تجهیزات تر یوه حده زاړه شوي، خو کېدای شي ټول بېرته ترلاسه کړو».
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د امریکا له لوري د پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو موضوع «خیالي» بللې وه.
په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي، باید د خپلو کړنو ځواب ووايي. د دوی په باور، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې تجهیزات غنمت دی او امریکا یې د بېرته ترلاسه کولو حق نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «هغه کسان او هېوادونه چې په افغانستان کې یې جنایتونه کړي، باید د خپلو اعمالو په اړه ځوابویونکي وي. سربېره پر دې، د امریکا ولسمشر دا صلاحیت نه لري چې په یو اړخیز ډول د بل هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي، ځکه دا ډول پرېکړې د امریکا د قانوني بنسټونو، په ګډون د کانګرس او سنا مجلس، تایید ته اړتیا لري».
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق وايي: «امریکا حق نه لري د جنګي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه وکړي، ځکه هغوی په زور د افغانستان خاورې ته د ننه شوي وو او جنګي تجهیزات هم د جګړې له غنیمتونو شمېرل کېږي. افغانستان نن یو خپلواک واقعیت دی؛ خپل حکومت، خاوره او ولس لري او د زور یا پوځي فشار له لارې ورته حللار نه شي ټاکل کېدای. که نه، یوازینۍ پاتې لاره به بېرته جګړې ته ستنېدل وي».
د امریکا ولسمشر داسې مهال دا ډول څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي وو، چې افغانستان د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. هغه زیاته کړې وه چې د اسلامي امارت له نظره، د افغانستان او امریکا اړیکې باید یوازې پر اقتصادي او سیاسي برخو متمرکزې وي.
