اڅکزی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي

اڅکزی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي

په داسې حال کې چې په سیمه کې د ترینګلتیاوواو ناامنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې دوام لري، د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د افغانستان د ثبات د ساتلو او د ستونزو د هواري لپاره د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

اڅکزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ نږدې اړیکو ته په اشارې ویلي چې افغانستان او پاکستان د ورورولۍ اړیکې لري او دواړه لوري باید د یو بل خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.
د هغه په وینا، ګاونډي هېوادونه هم باید د تفاهم او همکارۍ له لارې د سیمې د ننګونو د حل لپاره ګډه حل لار رامنځ ته کړي.

خو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې پاکستان په تېرو کلونو کې هڅه کړې په سیمه کې خپلې تګلارې عملي کړي؛ هغه موضوع چې د دوی په وینا افغانستان یې هم د سترو قدرتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو د سیالیو پر ډګر بدل کړی دی
شنونکي وايي، اسلام‌اباد په ډېرو مواردو کې د افغانستان له وضعیت څخه د سیمه‌ییزو سیالانو پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه او د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وايي: پاکستان تل هڅه کړې چې په سیمه کې خپلې موخې او تګلارې پر مخ یوسي، او د افغانستان وضعیت هم په تېرو کلونو کې د سیمه‌ییزو هېوادونو او سترو قدرتونو له سیالیو اغېزمن شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: متقابلې اړیکې او همکارۍ دواړو هېوادونو ته ګټورې کېدای شي، خو تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ ریښتنې او عملي همکاري نه ده رامنځته شوې. پاکستان باید په رسمي ډول اعلان کړي چې د افغانستان پر ضد هېڅ ډول امنیتي اقدام نه کوي او غواړي له افغانستان سره د باور فضا او د ښه ګاونډیتوب اړیکې رامنځته کړي.

مطالب بیشتر:  د کابل او تهران ترمنځ تازه مذاکرات؛ د سرحدونو امنیت او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا

دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په لیدنه کې د اسلام‌اباد اندېښنه د هغو ترهګرو ډلو په اړه مطرح کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
دا ادعا تل د اسلامي امارت له لوري رد شوې او ټینګار شوی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *