د ایران او امریکا ترمنځ جګړه، چې اوس ۳۹مې ورځې ته داخله شوې، نه یوازې پوځي ډګر بلکې سیاسي او حقوقي اړخونه یې هم له جدي پوښتنو سره مخ کړي دي. دا جګړه په داسې حال کې پیل شوه چې د عمان په منځګړیتوب د سویس په جینوا ښار کې د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرات روان وو، خو امریکا د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف، د همدې خبرو اترو په منځ کې پر ایران بریدونه پیل کړل او عملاً یې د ډیپلوماسۍ لاره وتړله.
د جګړې له پیله تر اوسه پورې، د امریکا له لوري پر ملکي تاسیساتو او عامه زیربناوو بریدونه د نړیوالو اصولو ښکاره نقض بلل کېږي. په دې لړ کې د میناب پر ښوونځي برید، چې شاوخوا ۱۸۰ زدهکوونکي پکې ووژل شول، د دې جګړې یوه تر ټولو دردوونکې پېښه ګڼل کېږي. همداراز د تهران–کرج پر ستر پله برید، پر پوهنتونونو او صنعتي کارخونو بریدونه او د نورو ملکي تاسیساتو په نښه کول، هغه موارد دي چې د جګړې ماهیت یې لا ژور کړی دی.
له دې ټولو جنایتونو سره سره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه یوازې دا چې د دغو اقداماتو په اړه دفاعي دریځ نه دی نیولی، بلکې په ښکاره ډول یې پرې ویاړ هم کړی دی. هغه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې امریکا کولی شي د څو ساعتونو په موده کې د ایران ټولې حیاتي زیربناوې له منځه یوسي، او ان د لویو پلونو او برېښناکوټونو د ویجاړولو ګواښ یې هم کړی دی. ټرمپ د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «موږ داسې یو پلان لرو چې له مخې به یې ایران کې هر پل د سبا شپې تر ۱۲ بجو پورې ویجاړ شي. هر برېښناکوټ به له کاره ولوېږي، وسوځېږي او بیا به هېڅکله د کار وړ نه وي.» د ټرمپ دا څرګندونې، چې په ښکاره ډول د حیاتي او ملکي زیربناوې د هدف ګرځولو ګواښ کوي، د نړۍوالو څارونکو له آنده د بشري اصولو او نړۍوالو قوانینو پر وړاندې د بېپروایۍ ښکاره نښه ده.
ډونالډ ټرمپ همداراز د تهران کرج پر پله د برید په اړه وویل: «موږ یوې هوکړې ته ډېر نږدې وو، خو کله چې راته وویل شول چې ښايي دا هوکړه نقض شي، ما امر وکړ چې د هغوی تر ټولو لوی پل ویجاړ کړئ. د امر له صادرېدو لس دقیقې وروسته، هغه پل له منځه ولاړ.» د نړۍوالو چارو شنونکي وایي، چې د ټرمپ دا څرګندونې ښيي چې څنګه په لویه کچه پوځي پرېکړې، په چټکۍ او له حقوقي او بشري ملاحظاتو پرته نیول کېږي.
ایران بیا له پیله ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه دی، خو ډونالډ ټرمپ د اسراییلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د هڅونو له امله ځان په جګړه کې ښکېل کړ. د دې جګړې په اوږدو کې، تهران نه یوازې تسلیم شوی نه دی، بلکې د خپلو پوځي او سټراټیژیکو وړتیاوو پر بنسټ یې مقاومت ته دوام ورکړی او مقابل لوری یې له سختو فشارونو سره مخ کړی دی.
اوس چې جګړه یوه حساس پړاو ته رسېدلې، د ټرمپ اداره بیا د مذاکراتو خبره کوي؛ هغه مذاکرات چې خپله امریکا پرې برید او ګډوډ یې کړل. ډونالډ ټرمپ چې په دې وروستیو کې له یو ډول رواني حالت سره مخامخ شوی، د پرلهپسې التیماتومونو او متناقضو څرګندونو له لارې هڅه کوي چې ایران د خبرو مېز ته حاضر کړي؛ خو تهران ټینګار کوي چې هر ډول مذاکرات باید د جګړې بشپړ پای، د بندیزونو لغوه کېدل او د اوښتو زیانونو جبران تضمین کړي.
له بلې خوا، دې جګړې یوازې د سیمې په کچه نه، بلکې په نړۍواله کچه هم اقتصادي فشارونه زیات کړي دي. د ایران جغرافیایي موقعیت، په ځانګړي ډول د هرمز پر تنګي د کنټرول له امله، د امریکا او نړۍ اقتصاد تر فشار لاندې نیولي دي. ایران دا توان لري چې د دې سټراټیژیک مسیر په تړلو سره د انرژۍ نړیوال بازار اغېزمن کړي. په همدې تړاو، ټرمپ په وروستیو کې ګواښ کړی چې که تهران په ۴۸ ساعتونو کې دا تنګی بېرته پرانیزي نه، نو د ایران د اوبو او برېښنا ټولې زیربناوې به په نښه کړي.
دغه ډول ګواښونه، چې په ښکاره ډول ملکي اهداف په نښه کوي، د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره نقض ګڼل کېږي. د دې ترڅنګ، د روان وضعیت او جنایتونو په اړه د ملګرو ملتونو او بشري حقونو اړوند بنسټونو چوپتیا هم د جدي اندېښنې او پوښتنې راپورته کړې دي. نیوکه دا ده، چې دا بنسټونه ولې د روان وضعیت په اړه پرېکنده دریځ نشي نیولی؟ د نړۍوالو چارو شنونکي وایي، چې ملګري ملتونه او نور نړۍوال بنسټونه د امریکا او د هغوی د بادارانو د خدمت لپاره رامنځته شوي او په خبره یې، دا بنسټونه اوس د ډېرو هېوادونو لپاره یوازې سمبولیک رول لري او ورځ تر بلې د خلکو پر وړاندې خپل باور، صلاحیت او ارزښت له لاسه ورکوي.
په ټوله کې، د جګړې دوام، د امریکا له لوري نړیوالو قوانینو ته د نه پاملرنې څرګندې بېلګې، او د ټرمپ له خوا پر دغو اقداماتو ویاړ کول، د دې ښکارندویي کوي چې اوسنی بحران یوازې یوه پوځي شخړه نه، بلکې د نړیوال نظم او اصولو پر وړاندې هم یوه جدي ننګونه ده، او دوام به یې د نړۍ نظم له زوال سره مخامخ کړي.
