له کډوالو سره د المان د چلند د پالیسۍ په دوام، ۳۲ افغان وګړي د سېشنبې په ورځ د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته راستانه شول .
د المان د کورنیو چارو فدرالي وزارت ویلي چې ټول ایستل شوي کسان مخکې په المان کې د درنو جرمونو په ترسره کولو محکوم شوي وو.
د وزارت په وینا، په دغو جرمونو کې وژنې، پر ماشومانو جنسي تېری، د نشهيي توکو قاچاق او غلا شامل دي.
الماني چارواکو ویلي چې د دغو کسانو ایستل خپلو هېوادونو ته د جرمي مخینې لرونکو کډوالو د بېرته ستنولو د پالیسۍ له مخې ترسره شوي دي.
د المان د کورنیو چارو فدرالي وزارت خبرپاڼه
«۳۲ تنه افغان نن د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته ولېږدول شول. دغه ټول کسان په المان کې د وژنې، پر ماشومانو د جنسي تېري، جنسي تيري، د نشهيي توکو په څېر جرمونو له امله مجرم پېژندل شوي وو».
خو د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان د کوربه هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د ایستلو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې د افغانانو د ایستلو زیاتوالی نه یوازې د هغوی پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کوي، بلکې د رواني فشارونو د زیاتېدو، د کورنیو د جلا کېدو او د ماشومانو د زده کړو د ګډوډېدو لامل هم ګرځي او جدي بشري او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي.
د کډوالو حقونو فعال نظر نظري وايي: «پر افغان کډوالو د ایستلو فشارونه پراخې رواني، ټولنیزې او اقتصادي پایلې لرلای شي. د جبري ستنېدو دوامدار ویره اضطراب او رواني ستونزې زیاتوي او په ځینو مواردو کې د کورنیو د ژوند او اقتصادي ثبات د له منځه تلو لامل هم ګرځي».
د کډوالو حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: «اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو کډوالو په وړاندې ملي مسوولیت لري، او باید د هغوی لپاره د ښه ژوند زمینه برابره کړي».
المان له څو کلن ځنډ وروسته په ۲۰۲۴ کال کې یو ځل بیا د یو شمېر افغان وګړو د ایستلو بهیر پیل کړ.
الماني چارواکي وایي چې دا اقدام تر ډېره د هغو کسانو لپاره دی چې جرمي مخینه لري او یا د دې هېواد د حکومت له نظره د عامه امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
