دوې ورځې وروسته؛ د اوربند دوام که د جګړې پیل؟

دوې ورځې وروسته؛ د اوربند دوام که د جګړې پیل؟

د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهاله اوربند ۱۳ ورځې تېرېږي او یوازې دوې ورځې د دې اوربند پای‌ته رسېدو ته پاتې دي؛ خو د دواړو لورو ترمنځ ګواښونه او لفظي شخړې دوام لري او دې چارې سیمه یو ځل بیا له ناڅرګند برخلیک او ناروښانه راتلونکي سره مخ کړې ده. که څه هم ځینې اقدامات د ډیپلوماسۍ د دوام ښکارندویي کوي، خو په عین حال کې پوځي تحرکات او د تاوتریخوالي زیاتوالي د جګړې د بیا پیل احتمال هم زیات کړی دی.

په ډیپلوماتیک ډګر کې، داسې راپورونه ورکړل شوي، چې ګواکې امریکايي پلاوی اسلام‌آباد ته رسېدلی؛ هغه څه چې د خبرو اترو د دوام لپاره د واشنګټن د لېوالتیا نښه بلل کېږي. خو په مقابل کې، ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپورونه ورکړي، تر هغو چې امریکا سمندري کلابندي پای‌ته ونه رسوي، تهران به د اسلام‌آباد په دویم پړاو خبرو اترو کې ګډون ونه کړي. دا شرط ښيي چې د دواړو لورو ترمنځ واټن لا هم ژور دی او یوې هوکړې ته رسېدل به له امتیاز ورکولو او نرمښت پرته ستونزمن وي.

په ورته وخت کې، د دواړو لورو ترمنځ وروستي تحرکات هم د ژورې اندېښنې وړ دي او دې چارې وضعیت لا حساس او پېچلی کړی دی. تازه د امریکا مرکزي قومندانۍ پر یوې باروړونکې ایرانۍ بېړۍ د برید خبر ورکړی، او ایران بیا ویلي، چې د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې یې، پر یوه جنګي بېړۍ د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله برید کړی دی. دا ډول متقابل پوځي اقدامات د دې ښکارندویي کوي، چې اوسنی اوربند د تلپاتې سولې پر ځای، تر ډېره یو ډول تاکتیکي هڅه او د وخت اخیستو مانا لري.

مطالب بیشتر:  د انرژۍ په برخه کې د تازه ټکان خبرداری؛ هرمز تنګی او د تېلو او ګازو پر نړۍوال بازار د ایران جګړې سیوری

له بلې خوا، په سیمه کې د امریکا وروستي پوځي تحرکات هم د اندېښنې وړ بلل کېږي. د جنګي بېړیو ځای پر ځای کول، د تجهیزاتو د لېږد لپاره د پراخ هوايي پل رامنځته کول، د C5 او C17 سترو الوتکو کارول، د ټاپوګانو او ساحلونو د نیولو پوځي تمرینونه، د کشفي بې‌پیلوټه الوتکو پراخ پروازونه او د دفاعي سیستمونو بدلون، دا ټول د بېلابېلو سناریوګانو لپاره د چمتووالي نښې دي. دا اقدامات کولی شي دوې موخې ولري: یو دا چې پر ایران رواني فشار زیات کړي تر څو په مذاکراتو کې امتیاز ورکړي، او بل دا چې د ناڅاپي پوځي برید لپاره زمینه برابره کړي.

په مقابل لوري کې، داسې ښکاري چې ایران هم دواړه سناریوګانې؛ یعنې د خبرو دوام او یا د جګړې بیا پیل په پام کې نیولي دي. له یوې خوا، ایران پر خپلو دریځونو ټینګار کوي او وایي چې وړاندیزونه یې د ملت د اساسي حقونو پر بنسټ ولاړ دي او د امریکا د «زیاتو غوښتنو» پر وړاندې به شاتګ ونه کړي. له بلې خوا، د وروستیو اونیو پوځي چمتووالی او د زیربناوو بیارغونه ښيي چې ایران د جګړې د بیا پیل احتمال جدي نیولی دی.

د دې وضعیت یوه مهمه ځانګړنه د دواړو لورو ترمنځ ژوره بې‌باوري ده. ایران باور لري چې د تېرو تجربو له مخې، ښايي خبرې اترې د پوځي اقداماتو د پټولو لپاره وکارول شي. په مقابل کې، امریکا هڅه کوي د ګواښ او ډیپلوماسۍ ګډ دریځ په نیولو سره، ایران د خپلو شرایطو منلو ته اړ کړي. د دواړو خواوو ترمنځ دې دوه‌ګوني چلند وضعیت لا پېچلی کړی دی.

مطالب بیشتر:  د اسکویید له ګېم د اپستین تر اسنادو؛ هغه کیسې چې نور خیال نه دي

که جګړه بیا پیل شي، تمه کېږي چې د شخړې کچه به تر پخوا پراخه شي. د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د جګړې بیا پیل په صورت کې ښایي ایران دا ځل خپل پخواني محدودیتونه لرې کړي او پراخ اهداف په نښه کړي، چې دا کار به د سیمې نور لوبغاړي هم جګړې ته راکش او د انرژۍ او نړۍوال تجارت امنیت به لا اغېزمن کړي.

سره له دې، لا هم د ډیپلوماسۍ لپاره یو محدود فرصت شته. په اسلام‌آباد کې د پلاوو شتون او د خبرو اترو په اړه دوامداره سیګنالونه او هلې‌ ځلې د دې ښکارندویي کوي، چې دواړو لورو لا هم په بشپړ ډول له مذاکرې لاس نه دی اخیستی. هوکړې ته د رسېدو په پار، د دواړو لورو ترمنځ بې‌ساری فرصت رامنځته شوی، خو په دې شرط چې امریکا د یوه ملت ارادې او خپلواکۍ ته په پوره درناوي، د مذاکراتو مېز ته را وړاندې او له بې‌ځایه غوښتنو لاس په سر شي.

په ټوله کې له یوې خوا د پوځي تحرکاتو او لفظي شخړو دوام او له بلې خوا د مذاکراتو لپاره احتمالي چمتووالی د دې ښکارندویي کوي، چې دواړه لوري دوې سناریوګانې په مخ کې لري: لومړی دا چې که امریکا پر خپلو غوښتنو کلکه ودرېږي، نرمښت ونه ښیي او د ایران غوښتنې له پامه وغورځوي، نو ښایي دواړه لوري یوې سختې او پراخې جګړې ته دننه شي، دویم دا چې د جګړې دوام د امریکا لپاره هم پراخ لګښتونه لري او له همدې امله ډونالډ ټرمپ هڅه کوي په یو ډول ایران سره هوکړې ته ورسېږي او د هغه وروستي متناقض دریځونه هم تر ډېره سبمولیکه بڼه لري. دا چې په دې دواړو سناریوګانو کې به کومه یوه عملي بڼه خپله کړي، هغه پوښتنه ده چې ځواب به یې په راتلونکو دوو ورځو کې روښانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *