د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي یادښت کې، چې د «توماس بي اډسال» په قلم لیکل شوی ویلي، هغه زیانونه چې ډونالډ ټرمپ امریکا او حتا نړۍ ته اړولي، دومره پراخ او څو اړخیز دي چې په بشپړ ډول یې درک کول اسانه نه دي. د ورځپاڼې په وینا، دا زیانونه د عامه او خصوصي بنسټونو له کمزورۍ نیولې تر ډیموکراټیکو دودونو او ارزښتونو، حقوقي نظام، پوهنتونونو او آن پر ساینس او ټکنالوژۍ د عامه باور تر زیانمنېدو پورې غځېدلي دي.
په دې راپور کې یوې مشخصې بېلګې ته اشاره شوې؛ هغه دا چې په ۲۰۲۵ کال کې په ناڅاپي ډول د امریکا د ملي روغتیا انسټیټیوت (NIH) بودیجې لغوه شوه او دې چارې پر سرطان د اخته ناروغانو د تشخیص بهیر په ټپه ودراوه. د یوه ملاتړي بنسټ د مشر په وینا، له دغو ناروغانو یوه یې هیله درلوده، چې د دې ازمایښت له لارې به خپل ژوند اوږد کړي، له درملنې پرته ومړ. نیویارک ټایمز په دې تحلیلي راپور کې دا بېلګه د ټرمپ حکومت د سیاسي پرېکړو د انساني پایلو ښکاره نښه بولي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې تحلیلي راپور کې پراخو اقتصادي او انساني پایلو ته هم اشاره شوې ده. د یوې څېړنې پر بنسټ، چې په «لنسټ» مجله کې خپره شوې، د امریکا د بهرنیو مرستو (USAID) بودیجې کمېدل کولای شي په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱.۷ میلیونه کسانو د مړینې لامل شي، او که دا لړۍ دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ پورې به میلیونونه نورې مړینې هم ثبت شي. په همدې حال کې، د امریکا د استازو جرګې د قضايي کمېټې راپور ښيي چې د ټرمپ له خوا د بښنې اړوند صادر شویو فرمانونو، د مالي جرمونو قربانیان د څه باندې ۱.۳ میلیارده ډالرو غرامت له ترلاسه کولو محروم کړي دي.
نیویارک ټایمز د ټرمپ د حکومت چاپېریالي تګلارو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د لسګونو چاپېریالي مقرراتو د لغوه یا کمزوري کولو هڅې کولای شي د لسګونه زره کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. د دې ترڅنګ، د علمي او طبي څېړنو د ملاتړ کمېدل، د سلګونو څېړنیزو پروژو لغوه کېدل او پر واکسینونو د باور کمزوري کېدل، هغه عوامل بلل شوي چې د ناروغیو او روغتیایي بحرانونو د زیاتېدو لامل ګرځي.
دا راپور د بهرني سیاست په برخه کې ټینګار کوي چې د ټرمپ اقدامات، لکه د ناټو له پیمانه د وتلو ګواښ او د سوداګریزو تعرفو لګول، د امریکا اړیکې له خپلو سنتي متحدینو سره کمزورې کړې دي. نظرپوښتنې ښيي چې په ځینو اروپایي هېوادونو کې، امریکا تر چین ډېر د ګواښ په توګه ګڼل کېږي. د دې تحلیل له مخې، دا حالت د امریکا د «نرم ځواک» د کمېدو نښه ده.
له کورني اړخه، هغه کارپوهان چې په دې راپور کې یې لیدلوري را اخیستل شوي، باور لري، چې ټرمپ د امریکا په ټولنه کې د ایالتونو، ټولنیزو قشرونو، کډوالو او مخکښو څېرو ترمنځ ژور درزونه رامنځته کړي دي. همدارنګه ویل کېږي چې په فدرالي حکومت کې د کار جذابیت کمېدل او د اداري جوړښتونو کمزوري کېدل به د دې دورې اوږدمهاله پایلې وي.
یو شمېر شنونکي، لکه د جورجټاون پوهنتون د سیاسي علومو استاد مایکل بیلي، ټرمپ «په اسانۍ سره د امریکا د تاریخ تر ټولو بد ولسمشر» بللی او ټینګار کوي چې په دې دوره کې اداري فساد او بنسټونو ته اوښتي زیانونه بېساري دي. خو ځینې نور بیا هغه د اغېزناکو ولسمشرانو له ډلې ګڼي، خو په دې ټینګار سره چې دا اغېز زیاتره منفي و.
د نیویارک ټایمز راپور په وروستۍ برخه کې د ډیموکراټیکو ارزښتونو موضوع راسپړلې او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي د ټرمپ تر ټولو مهم میراث همدغو ارزښتونو ته زیان رسول وي. د کارپوهانو په باور، د قوانینو پرلهپسې نقض او د ډیموکراسۍ اړوند نالیکو اصولو ته نه پاملرنه، راتلونکو سیاستوالو ته دا پیغام ورکوي، چې د کومې بیې له پرې کولو پرته، کولی شي دا اصول تر پښو لاندې کړي. له همدې امله، که څه هم ځینې پالیسۍ ښایي په راتلونکې کې اصلاح شي، خو پر حکومت او ډیموکراټیکو بنسټونو د عامه باور بیارغونه به کلونه کلونه وخت ونیسي.
