د منځني ختیځ جګړه؛ تهران او واشنګټن هوکړه کوي

د منځني ختیځ جګړه؛ تهران او واشنګټن هوکړه کوي

د تهران او واشنګټن ترمنځ په خبرو اترو کې د پرمختګ له نښو نښانو سره هم‌مهاله د ایران، امریکا او پاکستان چارواکي وایي چې دواړه لوري یوې داسې هوکړې ته نږدې شوي چې کولی شي په سیمه کې له میاشتو راهیسې روان کړکېچ او نښتې پای ته ورسوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، چې هېواد یې د دواړو لوریو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي، اعلان کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې وروستی متن بشپړ شوی دی.

ایراني چارواکو ویلي چې مذاکرات وروستي پړاو ته نږدې شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټینګار کړی چې د جګړې د پای ته رسېدو هوکړه نږدې ده چې پایله به یې ایران په دغه ډګر کې بریالی کړي.
عراقچي په ورته وخت کې له رسنیو وغوښتل چې د هغو اټکلونو او ګمانونو له خپرولو ډډه وکړي چې د مذاکراتو پر بهیر اغېز کولای شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د هوکړې متن د څه باندې دوو میاشتو خبرو اترو په ترڅ کې څو ځله بیاکتل شوی دی.
بل لور ته، واشنګټن هم د خبرو اترو د بهیر د پرمختګ خبر ورکوي. د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره د احتمالي هوکړې په صورت کې به هېڅ ډول مالي سرچینې ازادې نه شي.
دا مهال د ایران، امریکا او پاکستان د چارواکو څرګندونې ښيي چې مذاکرات د لومړنیو خبرو اترو له پړاو څخه تېر شوي او وروستي پړاو ته دننه شوي دي؛ که څه هم لا تر اوسه رسمي لاسلیک نه دی شوی او ځینې جزیات پاتې دي.
د مذاکراتو له روان وضعیت څخه داسې ښکاري چې له میاشتو ترینګلتیا او شخړو وروسته، هوکړه تر بل هر وخت شونتیا ته نږدې شوې ده. اوس ټولې سترګې راتلونکو ورځو ته اوړي؛ هغه ورځې چې ښايي د منځني ختیځ د یوې خورا مهمې او امنیتي قضیې برخلیک وټاکي.

مطالب بیشتر:  د تورخم دروازې بند پاتې کېدو پنځلسمه ورځ، اسلام آباد د څه په لټه کې او کابل څه کوي؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *