سویس نن د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي او څو اړخیزو خبرو اترو د نوي پړاو کوربه دی. دغه خبرې اترې د څو هېوادونو د استازو په ګډون او د بندو دروازو تر شاه ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې، د محمدباقر قالیباف په مشرۍ ایرانی او د امریکا د ولسمشر د مرستیال جيډي ونس په ګډون پلاوي سویس ته رسېدلي دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر ویلي چې دا مذاکرات ښایي څلور ورځې دوام وکړي . د هغه په وینا، د امریکا یو شمېر لوړپوړي چارواکي، لکه ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او جرد کوشنر، تر دې وړاندې سویس ته رسېدلي ترڅو په تخنیکي غونډو کې ګډون وکړي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس ویلي
«زموږ اصلي موخه دا ده چې د مذاکراتو جوړښت په سمه توګه تنظیم کړو. یعنې په لوړه کچه به یو سیاسي مشرتابه او تر څنګ یې تخنیکي ډلې خپل کار ته دوام ورکړي. هیله لرم چې د اټومي پروګرام او همدارنګه په لبنان کې د اوربند په موضوعاتو کې پرمختګ وکړو؛ ځکه همدا دوه اصلي موضوعات دي».
د راپورونو له مخې، د ایران، امریکا، پاکستان او قطر استازي په دې غونډه کې ګډون لري. دغه مذاکرات د هغې هوکړې په دوام ترسره کېږي چې د پاکستان په منځګړیتوب لاسلیک شوی وه.
په همدې تړاو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د تهران پر ژمنو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د هوکړې له مهمو مادو څخه یوه په ټولو جبهو کې، د لبنان په ګډون، د جګړې پای ته رسول دي.
نوموړي دغه ماده د هوکړې «تر ټولو مهم بنسټ» بللې او زیاته کړې یې ده چې دا هوکړه یو بشپړ او نه بېلېدونکی چوکاټ لري چې د هرې مادې نقض کېدای شي پر ټولې هوکړې اغېز وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي
«د هوکړې لومړۍ ماده، یعنې “په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون، د جګړې پای ته رسول” د متقابلو ژمنو تر ټولو مهم بنسټ جوړوي. په داسې حال کې چې ایران خپلو ژمنو ته پابند پاتې شوی، مقابل لوری مکلف دی چې صهیونیستي رژیم په لبنان کې د اوربند پلي کولو ته اړ کړي. خو د دې کار په ترسره کولو کې د پاتې راتلو له امله یې په ښکاره ډول دغه هوکړه نقض کړې ده. له همدې امله، د لومړۍ مادې سرغړونه ټوله هوکړه تر پوښتنې لاندې راولي».
له بلې خوا، د سویس د بهرنیو چارو وزارت د دغو مذاکراتو د کوربتوب په اړه ویلي چې سویس د خبرو اترو لپاره یو محرمانه، بېطرفه او د باور وړ چاپېریال برابروي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د روانو خبرو اترو د حساسیت له امله به نور جزییات له رسنیو سره شریک نه شي.
اختر محمد راسخ د سیاسي چارو شنونکی
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ډونالډ ټرمپ او مسعود پزشکیان پر هغه هوکړې لاسلیک وکړ چې د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره ترتیب شوی وه.
د پاکستان په منځګړیتوب د دغه هوکړې له لاسلیک وروسته، د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو په سویس کې پیل شوی او اوس د دغو مذاکراتو پرمختګ او پایلو ته پام اوښتی دی.
