واشنګټن تهران سره خبرې نه کوي؛ رضايي یې غبرګون کې خبرداری ورکړی

واشنګټن تهران سره خبرې نه کوي؛ رضايي یې غبرګون کې خبرداری ورکړی

سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د سوله‌ییز حل په موخه د منځګړو هېوادونو هلې ځلې دوام لري، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې واشنګټن نور نه غواړي له تهران سره خبرې وکړي.

ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې هرمز تنګی یې له ماینونو پاک او پرانیستی دی او هره ورځ میلیونونه بېرله تېل له دې تنګي تېرېږي.

«د ایران په اړه نور ډېر څه د ویلو لپاره نه لرو. موږ هم نه غواړو له هغوی سره خبرې وکړو او نه د هغوی سره د لیدنې یا خبرو اترو په لټه کې یو. هره ورځ میلیونونه بېرله تېل له هرمز تنګي وځي، نور هېوادونه هم پر دې پوهېږي. کله ناکله ډزې کېږي، خو موږ هرمز تنګی په بشپړه توګه له ماینونو پاک کړی دی».

ټرمپ داسې مهال له ایران سره د مذاکراتو نه کولو خبره کوي چې د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي، د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا څو ځله له ډیپلوماسۍ او خبرو اترو سره خیانت کړی دی.

محسن رضايي خبرداری ورکړی چې که امریکا د ایران پر وړاندې شرارت پیل کړي، نو له داسې غبرګون سره به مخ شي چې په تاریخ کې یې ساری نه وي لیدل شوی.

«امریکا څو ځله له ډیپلوماسۍ او خبرو اترو سره خیانت کړی دی. امریکا باید لومړی د ایران د شرایطو د عملي کولو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي او له هغه وروسته به ایران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو اقدام وکړي».

مطالب بیشتر:  د ستانبول غونډې پای او پر روسیه د اوکراین بریدونه؛ سوله که خونړی غچ؟

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د کشر زوی د احتمالي ترور په اړه راپورونو ته په اشارې ویلي چې دا د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو «توطیه» ده. رضايي ټینګار کړی چې د دا ډول راپورونو د خپرولو موخه د امریکا د ولسمشر وېرول او په ایران کې له روانې شخړې سره د امریکا د لا ډېرې ښکېلتیا زمینه برابرول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *