کوربه سحر ایمان د «افاق» په دې خبري ټولګه کې د سیاسي چارو له شنونکي توریالي ځاځي سره په پاکستان کې د روانو حالاتو او د دغه هېواد د پولیسو لخوا د جمعیت علمای اسلام ګوند د دریو مشرانو د نیولو په اړه بحث کړی دی. نوموړې همدارنګه روسیې ته د افغان پلاوي د احتمالي سفر او په مصر کې د تېلو لېږدوونکي ټانکر د چپه کېدو او اورلګېدنې له امله د ۳۱ کسانو د وژل کېدو په اړه معلومات وړاندې کوي.