د پاکستان له بندخونو شاوخوا ۳۰۰ افغانان ازاد شوي

د پاکستان له بندخونو شاوخوا ۳۰۰ افغانان ازاد شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۹۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، له دې ډلې ۳۲ تنه د سپین بولدک او ۲۶۳ تنه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، دغه کسان د لېږد په امریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شوي دي.

مطالب بیشتر:  د راستنېدنې نوې څپه؛ ملګرو ملتونو جدي اندېښنه ښودلې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *