د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي خبرداری ورکړی چې افغانستان د کډوالو د بېرته راستنېدو له سترې څپې سره مخ دی او په وینا یې د دې ناورین د مدیریت لپاره سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري. عرفات جمال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو او د دوامدارو حللارو د رامنځته کولو لپاره خپلې مرستې او پانګونې زیاتې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال وویل: «افغانستان د کډوالو د پراخې بېرته راستنېدو په لومړي کتار کې ولاړ دی. سیمهییز او نړیوال لوبغاړي اوس یو انتخاب لري؛ یا د ثبات لپاره پانګونه او ګډ اقدام وکړي، یا دا سټراټېژیک هېواد پرېږدي چې له خپلو ستونزو سره یوازې مبارزه وکړي».
هغه همداراز د نړیوالو ادارو په همکارۍ د قانوني هویت د ثبت د یوه ګډ پروګرام د پیل خبر ورکړ او ویې ویل، د دې پروګرام له مخې به په راتلونکو درېیو کلونو کې شاوخوا یو نیم میلیون اړمنو افغانانو ته د هویت اسناد صادر شي، څو هغوی بنسټیزو خدمتونو، زدهکړو، روغتیايي پاملرنې او کاري فرصتونو ته ښه لاسرسی ومومي.
عرفات جمال زیاته کړه: «د دې پروګرام موخه دا ده چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره د هویت اسناد برابر کړي، څو د هغوی قانوني هویت بېرته تثبیت او د حقونو او بېلابېلو فرصتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي».
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي، ریچارډ ټرېنچارډ، وویل: «د افغانستان ډېری خلک په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او ډېری بېرته راستنېدونکي هم په همدې سیمو کې مېشتېږي. همدا کلیوالي ټولنې د هغوی ملاتړ کوي. افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د نړۍ د اقلیمي بدلون برخه کې هېڅ رول نه دی درلودلی، خو تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی».
هاخوا بیا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي، دوېل موکرجي، وویل چې دا اداره په هېواد کې له نږدې ۸۹ زره کوچنیو او منځنیو سوداګریو سره همکاري کوي. د هغه په وینا، د دغو سوداګریو یوه برخه راستنېدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي او ځینې نورې د بېرته راستانه شویو کډوالو له خوا اداره کېږي.
دوېل موکرجي وویل: «موږ د ملګرو ملتونو له نورو ادارو سره په ګډه کار کوو، څو د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړو. لکه څنګه چې پوهېږئ، موږ له ۸۹ زره کوچنیو او منځنیو سوداګریو سره همکاري لرو. د دغو سوداګریو او بنسټونو یوه برخه راستنېدونکو کډوالو ته خدمتونه وړاندې کوي او یا هم د هغوی له خوا اداره کېږي».
دا په داسې حال کې ده چې د بشري مرستو د بودجې کمښت د افغان کډوالو وضعیت لا پسې ستونزمن کړی او پاکستان هم یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. دغو دواړو عواملو پر کډوالو کورنیو فشار زیات کړی او د بشري ناورین او سیمهییزې بېثباتۍ په اړه اندېښنې یې لا ډېرې کړې دي.
