کابل؛ افاق خبري اژانس: د کور او ښار جوړولو وزیر نجیبالله حیات حقاني د حیرتان بندر د پراختیا ۸۱۸۶ جریبه ځمکې پلان تایید او لاسلیک کړی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغه پلان کې د ګمرکي خدمتونو، صنعتي فعالیتونو، وارداتو او صادراتو، سوداګریزو او اداري چارو او د بندر د کارکوونکو د استوګنې لپاره بېلابېل زونونه په پام کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د یاد پلان موخه د بندر د فعالیتونو منظمول، د سوداګریزو او صنعتي چارو پراختیا او د ځمکې اغېزمنه کارونه ده.
