د فضل الرحمن له نظربندۍ وروسته پولیسو د هغه د ګوند دری لوړ پوړي مشران نیولي

د فضل الرحمن له نظربندۍ وروسته پولیسو د هغه د ګوند دری لوړ پوړي مشران نیولي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند ویلي، چې د پنجاب ایالت پولیسو د دغه ګوند او د پاکستان د ملي شورا غړی مولانا عبدالغفور حیدري، په پنجاب کې د ګوند مشر مولانا امجد خان او د ګوند د ځوانانو د مرکزي څانګې مشر ملک اویس نیولي دي.

د جمعیت علمای اسلام ویاند اسلم غوري دغه نیونې غیر قانوني او د دیموکراټیکو اصولو خلاف بللې او د پنجاب له حکومته یې د نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي خبرداری ورکړی چې د یادو کسانو د نه خوشې کېدو په صورت کې به د احتمالي پایلو مسوولیت د پنجاب حکومت پر غاړه وي.

هغه د ګوند د نورو غړو پر کورونو چاپې او د سیاسي غونډو محدودول هم غندلي او پوښتنه یې کړې چې ایا په پاکستان کې پوځي حکومت ټینګه شوی، چې مخالف ګوندونه د غونډو د جوړولو حق نه لري؟

دا نیونې په سرګودها ښار کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د کنفرانس پر مهال شوې دي. تر دې مخکې هم پولیسو په لاهور کې د مولانا فضل‌الرحمن کور کلابند کړی و او د محکمې د وکیلانو په غونډه کې یې د هغه د ګډون مخه نیولې وه.

مولانا فضل‌الرحمن هغه مهال د خپل ګوند پر وړاندې دولتي فشارونه د قبایلي سیمو کاني سرچینو کې د پوځ د لاسوهنې افشا کول او په خیبر پښتونخوا کې د والي له حکومت سره د مخالفت پایله بللې وه. هغه ټینګار کړی و چې کاني سرچینې د خلکو ملکیت دی، نه د فدرالي حکومت او د کومې روزواکې ډلې.

مطالب بیشتر:  د انرژۍ جګړه؛ د امریکا فشار پر وړاندې د ایران جیوپولیټکي برلاسي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *