د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاوو په لړ کې د «لوبې کارتونو» په اړه د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف څرګندونې، د نړۍوالو معادلاتو یو مهم حقیقت روښانه کوي: د واشنګټن د لنډمهاله او غبرګوني وسیلو پر وړاندې د تهران جیوپولیټکي وسیلې برلاسي د دې واقعیت غوره بېلګه ده. په داسې حال کې چې سیمهییز تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی، خو هغه څه چې تر ډېره ټاکونکی رول لري، یوازې پوځي ځواک نه، بلکې د نړۍ د انرژۍ د حیاتي رګونو د کنټرول وړتیا ده، او په دې برخه کې ایران غوره برلاسي لري.
د دې معادلې په زړه کې د هرمز تنګی موقعیت لري؛ داسې تنګی چې د نړۍ د انرژۍ یوه لویه برخه ترې تېرېږي او په دې تنګي کې هر ډول ګډوډي کولی شي، د تېلو انرژۍ نړۍوال بازارونه ولړزوي. سره له دې چې امریکایي لوری هڅه کوي، د فشار دا وسیله بېاغېزې وښیي، خو حقیقت دا دی، چې دې لارې ته یوازې یوه عادي اشاره هم کولی شي په نړۍوالو بازارونو کې بیې اغېزمنې کړي. دا په دې مانا ده چې ایران له کوم مستقیم اقدام پرته، د خپل «احتمالي ځواک» له لارې بازار تر اغېز لاندې راوستلی شي.
د هرمز تنګي ترڅنګ، ایران د فشار نورې مهمې وسیلې هم په کنټرول کې لري. د بېلګې په توګه، د بابالمندب تنګی ایران او متحدو محورونو ته یو اضافي ظرفیت ورکوي. دا تنګی چې اروپا او اسیا ته د انرژۍ د لېږد حیاتي لاره ده، که د ایران د متحدینو له لوري یې د تړلو اقدام وشي، ښایي د انرژۍ معادلې په بنسټیزه توګه بدلې کړي. د امریکا پر خلاف چې ډېر وسایل یې یا کارول شوي یا د زوال په حال کې دي، ایران لا هم له خپلو ټولو ظرفیتونو استفاده نه ده کړې، او دا خپله یو ستر سټراټیژیک امتیاز دی.
بلخوا، متحده ایالتونو د بل هر وخت په پرتله، پر هغو وسایلو زیاته تکیه کړې، چې لنډمهاله او دفاعي بڼه لري. د امریکا له لوري د نفتو له سټراټیژیکو زېرمو کار اخیستل، چې د واشنګټن له مهمو وسیلو ګڼل کېږي، په حقیقت کې د بازار د مدیریت په برخه کې د ساختاري کمزورۍ نښه ده. دا زېرمې نشي کولای په دوامداره توګه د اصلي عرضې ځای ونیسي، او په پرلهپسې ډول له دې زېرمو استفاده به، د راتلونکو بحرانونو پر وړاندې د امریکا وړتیا ته سخته ضربه ورسوي.
د دې ترڅنګ، په بازارونو کې د غوښتنې د کنټرول هڅې، په داسې حال کې چې د امریکا اقتصاد تر ډېره په انرژۍ تکیه لري، دا مهال له جدي محدودیتونو سره مخ دی. د اوړي په موسم کې انرژۍ ته د غوښتنو زیاتوالی، چې له سفرونو او اقتصادي فعالیتونو سره مل وي، دا وسیله عملاً بېاغېزې کوي. په بل عبارت، واشنګټن په داسې حال کې د «بازار مدیریت» خبره کوي چې په عمل کې د اصلي متغیرونو پر کنټرول ډېر واک نه لري.
د پام وړ او مهم ټکی دا دی چې، چې د امریکا د فشار وسیلو پر خلاف، د ایران وسیلې ساختاري او تلپاتې ماهیت لري. جغرافیایي موقعیت، د حیاتي لارو کنټرول، او د انرژۍ په مسیرونو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو وړتیا هغه عوامل دي چې په اسانۍ سره نشي جبران کېدای. په مقابل کې، د امریکا وسیلې له سټراټیژیکو زېرمو نیولې په بازارونو کې د غوښتنو د مدیریت تر سیاستونو پورې؛ دا وسیلې د لنډمهاله غبرګونونو لپاره دي، خو ژور سټراټیژیک بنسټ نه لري.
له اقتصادي پلوه هم، دا تقابل د انرژۍ د ټکانونو پر وړاندې د لویدیځ د زیاتېدونکي زیانمنلو ښکارندویي کوي. د نفتو او ګازو په بیو کې هر ډول لوړوالی، په مستقیم ډول د لوېدیځ پر لګښتلرونکو محورونو اغېز کوي، په داسې حال کې چې ایران د عرضې په برخه کې د اغېزناک لوبغاړي په توګه کولی شي له دې بدلونونو د فشار وسیلې په توګه استفاده وکړي. دا ناانډولي، د وخت په تېرېدو سره، د نړۍوال ځواک په توازن کې بدلون راوستلی شي.
په سیمهییزه کچه، وروستیو بدلونونو په ډاګه کړې، چې ان د امریکا سنتي متحدین هم د انرژۍ د عرضې ثبات ته ډېره اړتیا لري او د بحران پر مهال تر دې چې پر واشنګټن تکیه وکړي، ایران سره د تعامل لارې لټوي. د مصر او اردن په څېر هېوادونو فشار د ګازو د بهیر د بیا پیل لپاره، د همدې حقیقت ښکارندویي کوي.
په ټوله کې، کوم څه چې له دې تقابل څرګندېږي، یوازې یوه مساوي سیالي نه، بلکې د یوې داسې تدریجي برلاسۍ انځور دی چې ایران یې په یوه حیاتي نړیواله برخه کې لري. ایران د «نهکارول شویو کارتونو» او ځانګړي جیوپولیټیک موقعیت په لرلو سره، کولای شي د نړۍوال بازار بهیرونه تر اغېز لاندې راولي، حال دا چې امریکا اړ ده د محدودو او کمېدونکو وسیلو له لارې د دې وضعیت پایلې مدیریت کړي.
په داسې شرایطو کې، د انرژۍ لوبه د پوځي ځواک په پرتله، تر ډېره د جغرافیې، وخت او د شته وسیلو له ځیرکې استفادې سره تړلې ده؛ هغه څه چې نوښت یې د ایران په ولکه کې دی.
