پر افغانستان د پاکستاني پوځ بریدونه او د نړۍوالې ټولنې چوپتیا؛ پاکستان د څه په لټه کې دی؟

پر افغانستان د پاکستاني پوځ بریدونه او د نړۍوالې ټولنې چوپتیا؛ پاکستان د څه په لټه کې دی؟

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارد لینډزي سره لیدنه کې د پاکستان د پوځي بریدونو په اړه خبرې کړې دي. د برېټانیا استازي د دغو بریدونو له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، افغانانو سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې، که څه هم د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا زیاتې شوې او پاکستان د هېواد پر ځینو برخو، په ځانګړي ډول کونړ باندې توپچي او راکېټي بریدونه کړي، خو د افغان کډوالو موضوع لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه له مهمو موضوعاتو ګڼل شمېرل کېږي. یو شمېر افغان کډوال چې تازه هېواد ته راستانه شوي وایي چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو په خرابېدو سره، پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرايط خورا سخت شوي دي. دوی د کډوالو اړوند ملاتړو بنسټونو غواړي، چې د ستونزو حل لپاره یې لاس په کار شي او ټینګار کوي، چې د کډوالو موضوع باید له نورو سیاسي او امنیتي مسایلو سره ګډه نشي.

له پاکستانه راستون شوی نظر آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «اوس مهال د افغان کډوالو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. هلته د کورونو کرايې ډېرې لوړې شوې دي، له کوره بهر ته تګ راتګ نه شي کولی. له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه کوو، څو پاکستان ته ووایي چې کډوال د سیاسي وسیلې په توګه ونه کاروي.»

پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت له خرابېدو سره هم‌مهاله، پاکستاني بوځ پر افغان خاوره توپچي او توغندیزو بریدونو ته هم زور ورکړی او دې چارې‎ د دواړو هېوادونو اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې کړې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو له امله بشري اړتیاوې زیاتې شوې او دا چاره ملکي وګړو ته زیانونه رسوي.

مطالب بیشتر:  د ترهګریزو عواملو پر وړاندې مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا د متقي ټینګار

د سیاسي چارو شنونکی سید محسن حسیني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا چې پاکستان د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو حل ته چندان لېوالتیا نه ښيي، دا برداشت پیاوړی کېږي چې د افغانستان پر وړاندې د فشار او ترینګلتیا تګلارې د هغه هېواد د سیاست یوه برخه ده. په مقابل کې، افغانستان تل هڅه کړې چې د ښه ګاونډیتوب اصل مراعات کړي او څو ځله یې د خبرو او ګډ تعامل له لارې د اختلافاتو د حل لپاره چمتووالی ښودلی دی.»

د چارو یو شمېر نور شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اقدامات د بشري حقونو او نړیوالو اصولو خلاف دي. د دوی په وینا، د دغه هېواد موخه د ترینګلتیاوو رامنځته کول او د دوه‌اړخیزو اړیکو زیانمنول دي، او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دې تګلارې مخنیوي په پار، پر اسلام‌آباد فشار راوړي.

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اقدامات د بشري حقونو او نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده؛ د دغه هېواد هدف د ترینګلتیاوو زیاتول او د دوه‌اړخیزو اړیکو کمزوري کول دي، او نړیواله ټولنه باید د دې د مخنیوي لپاره پر اسلام‌آباد فشار راوړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني پوځ په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۷ کسانو ژوند بایللی او ۸۱ نور ټپیان شوي، چې زیاتره یې عام وګړي، به ځانګړي ډول ښځې او ماشومان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *