د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ لفظي ترینګلتیاوو یو ځل بیا زور اخیستی او په منځني ختیځ کې د جګړې بیا پیل احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره تر ټلیفوني خبرو اترو وروسته، یوه ناسته کې ویلي، چې د ایران سمندري کلابندي بریالۍ ده او تهران باید تسلیم شي.
په دې ټلیفوني اړیکه کې د روسیې ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا ځمکني عملیات د مسکو لپاره د نه منلو وړ او خطرناکې پایلې به ولري. ډونالډ ټرمپ همداراز ادعا کړې، چې د ایران د توغندیو ظرفیت ۸۰ سلنه له منځه تللی او اقتصاد یې د سقوط په حال کې دی.
د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «د ایران توغندیز ظرفیت ۸۰ سلنه له منځه تللی، ۱۵۹ ایراني بېړۍ ډوبې شوې دي، اقتصاد یې مخ پر سقوط دی او پیسې یې بېارزښته شوې دي. ایران به هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي او باید همدا اوس تسلیم شي.»
د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، دا اقتصادي فشارونه مسخره یاد کړي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات یوازې د نړۍ په بازارونو کې د نفتو بیې لوړوي. په ورته وخت کې، د ایران اسلامي انقلاب ځواکونو (سپاه پاسداران) خبرداری ورکړی چې که سمندري محاصره دوام وکړي، بېساري اقدامات به وکړي.
محمد باقر قالیباف د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې: «په تېرو درېیو ورځو کې د نفتو هېڅ څاه نه دی چاودېدلی. موږ کولی شو دا موده تر ۳۰ ورځو وغځوو او په ژوندۍ توګه د څاهګانو ویډیوګانې دلته خپرې کړو. دا بېمانا مشورې دي چې د امریکا حکومت یې ترلاسه کوي، او همدې ډول نظریاتو د نفتو بیه له ۱۲۰ ډالرو لوړه کړې، راتلونکي کې به دا بیې ۱۴۰ ډالرو ته ورسېږي، ستونزه یوازې ناسمې نظریې نه، بلکې ناسم فکر دی.»
د ایران د پارلمان رییس همداراز زیاته کړې، چې د ایران «دښمن» تر اوسه شپږ ځله مات شوی او له خلکو یې غوښتي، چې په یووالي سره د بهرنیو فشارونو پر وړاندې ودرېږي.
محمد باقر قالیباف د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې زیاته کړې: «موږ پوځي او سیاسي مسوولین په پوره یووالي چارې پرمخ وړو. امریکا نوي پړاو ته داخله شوې او غواړي د سمندري محاصرې، رسنیزې جګړې او اقتصادي فشار له لارې د ایران دننه اختلافات رامنځته کړي.»
د تهران او واشنګټن ترمنځ د لفظي شخړې زیاتوالی او متقابل ګواښونه سیمه د لا زیاتې بېثباتۍ پر لور بیایي. په ورته وخت کې، د دې ترینګلتیاوو اغېزې په چټکۍ سره د انرژۍ په نړۍوالو بازارونو کې راڅرګندېږي او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.
