کابل؛ افاق خبري اژانس: د ترکیې پولیسو په ماردین ولایت کې په یوه لارۍ کې پټ شوي ۸۰ افغان وګړي نیولي دي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې دا کسان د ماردین ولایت په میدیات ولسوالۍ کې د یوې مشکوکې لارۍ د پلټنې په جریان کې پیژندل شوي. دغې لارۍ کې د اوسپنې په واسطه جوړو شویو پټو خونو کې نیول شوي کسان پټ شوي وو.
د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو د دغو کډوالو د قاچاق په تړاو یو شکمن کس نیولی، چې محکمې ته له وړاندې کولو وروسته زنداني شوی دی.
د یادونې ده چې دا عملیات د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي او له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د ترکیې د پولیسو د هڅو یوه برخه ده.
