کابل؛ افاق خبري اژانس: د «فلسطین اسلامي جهاد» استازي ډاکټر ناصر ابوشریف، له افاق خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې، د فلسطین په مسله او په سیمه کې د صهیونیستي رژیم او امریکا د پالیسیو پر وړاندې د مقاومت غورځنګ د ملاتړ په اړه د افغانستان د دریځ ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان د اسلامي نړۍ په پرېکنده مسلو کې رول لوبولی او په سیمه کې به د صهیونیستي پروژې پر وړاندې د مبارزې برخه وي.
نوموړي د مرکې په یوه برخه کې، د فلسطینيانو پر وړاندې د اسراییلو په جرمونو کې د متحده ایالاتو د رول یادونه کړې، او زیاته کړې یې ده: دا ټول جرمونه، وژنې، نسل وژنه او د انسانیت ضد جرمونه چې دې رژیم کړي، هېڅکله به هم نه وای رامنځته شوي، که چېرې د امریکا او اروپایي هېوادونو (لکه جرمني، فرانسې او برېټانیا) سیاسي، ډیپلوماټیک، مالي او پوځي ملاتړ او د عربي نړۍ چوپتیا نه وای.
هغه په لبنان، یمن او عراق کې د فلسطین د مقاومت په ملاتړ د جبهو ستاینه هم کړې او ویلي یې دي: موږ د هر هغه څه درناوی او ستاینه کوو چې بېلابېلو ګوندونو وړاندې کړي او کوي یې؛ په ځانګړې توګه لبنان، چې له پیله د فلسطیني خواوو او مقاومت تر څنګ ولاړ و، او د فلسطیني ملت او مقاومت سره د مرستې لپاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړې. له ټولو ستونزو او محدودیتونو سره سره، لبنان خپل دنده په ښه توګه ترسره کړې او خورا لوی ملاتړ یې درلود؛ د سره سمندر له لارې یې هغوی ته د وسلو لېږد بند کړ، سوداګریزې لارې یې وتړلې او له مقاومت سره یې د پام وړ مرسته وکړه.
د ابوشریف په وینا، د عراق مقاومت او د نړۍ ټولو ازادي غوښتونکي او ډېری رسنیزو فعالان د فلسطین د وضعیت په اړه مطالب خپروي او د صهیونیستانو له جرمونو سره مقابله کوي. د هغه په خبره، د رسنیو فعالیت، د انځور او روایت جګړه، حیاتي مسلې دي چې د فلسطیني هدف په بریا کې به اوږدمهاله اغېزې ولري.
د فلسطین اسلامي جهاد استازي همدارنګه د اسراییلو د جرمونو پر وړاندې د عربي هېوادونو پر چوپتیا هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، هغه څه چې موږ د خپګان لامل کېږي د عربي هېوادونو چوپتیا او ځینې وخت ان له دغه رژیم سره د ځینو اسلامي هېوادونو همکاري ده. امریکا اسراییلو ته وسلې ورکوي، خو ځینې عربي او اسلامي هېوادونه بیا صهیونیستي رژیم ته هر ډول توکي صادروي؛ تر ټولو ټیټه ایماني دنده د اسراییلو بندیز دی.
هغه د یو شمېر اسلامي هېوادونو لخوا له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو ته په اشارې ویلي، له بدهمرغه نه پوهېږم چې ولې عربان او مسلمانان د صهیونیستي رژیم لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکه وسیله ګرځېدلي. دا دوکه، د عربي نړۍ تجزیه او له صهیونیسي رژیم سره د فلسطیني ملت د وینې په قیمت مقابله د دښمنانو د نظام یوه برخه ده. له همدې امله، له اسراییلو سره د اړیکو عادي کول یوازې سیاسي جوړجاړی نه ګڼو، بلکې د خدای، پیغمبر، قران، د اسلامي امت د اصولو او د عربي او اسلامي امت له نظریاتو سره خیانت دی.
نوموړي په پای کې یو ځل بیا د افغانانو ملاتړ ستایلي او ویلي یې دي: د فلسطین له موضوع ملاتړ، د فلسطین دننه د مشروع مقاومت غورځنګونو تر شا درېدل او په سیمه کې د صهیونیستي رژیم او امریکا د پالیسیو پر وړاندې د مقاومت ملاتړ کې د افغانستان دریځ د ستاینې وړ دي. ابوشریف ویلي: هیله لرو چې دا دریځونه به له صهیونیستي رژیم سره په مقابله کې فعال ګډون او د مقاومت له نورو اړخونو سره مرسته وکړي؛ موږ باور لرو چې افغانستان کولای شي د هغو سختو شرایطو په لرې کولو سره چې د ۴۰ کلونو جګړې او وینې تویولو وروسته یې تجربه کړې، په مهمو مسلو کې مهم رول ولوبوي. لکه څنګه مې چې وویل، موږ د افغانستان ستونزمن وضعیت درک کوو، خو تمه لرو چې افغانستان به د اسلامي نړۍ په حیاتي مسلو کې پرېکنده رول ولوبوي او په سیمه کې به له صهیونیستي پروژې سره د مقابلې لپاره د پروژې برخه وي.
