د اسلامي امارت د مشر اختریز پیغام؛ د افغانانو ترمنځ پر یووالي او نړۍ سره پر ښو اړیکو ټینګار

د اسلامي امارت د مشر اختریز پیغام؛ د افغانانو ترمنځ پر یووالي او نړۍ سره پر ښو اړیکو ټینګار

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې اعلان کړی چې، اسلامي امارت له اسلامي نړۍ سره د اسلامي ورورګلوۍ پر بنسټ ښې اړیکې غواړي او له نورو اسلامي هېوادونو سره هم د اسلامي اصولو پر بنسټ ګټورې اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت د مشر په پیغام کې له ټولو خواوو غوښتل شوي چې د افغان ولس عقایدو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. په پیغام کې په دې  هم ټینګار شوی چې اسلامي امارت د مسلمانانو پر وړاندې هر ډول ظلم او د هغوی د حقونو سرغړونه ظلم ګڼي او په سختو ټکو یې غندي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه زیاتوي: « د مسلمانانو عزت، کامیابي او سر لوړي د دوی په اتحاد، ورورولۍ او يووالي کې ده؛ نن چې د اختر مبارکه ورځ ده، نو تاسو ټول خپل اتحاد او یووالی لا پياوړی کړئ او د هر ډول سمتي، ژبني او قومي تعصباتو څخه ځانونه وساتئ. الحمد لله د اسلامي امارت په راتګ سره افغانانو ته الله تعالی له کلونو کلونو مخالفتونو او جګړو وروسته د وحدت او اتفاق ښه فرصت برابر كړی دی، راځئ له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلو، خپل وحدت او یووالی چې زموږ ټولو د بریا او عزت راز دی لا زیات محکم او پیاوړی کړو، د دښمنانو دسیسو ته متوجه واوسو، له خپل اسلامي او شرعي نظام او حاکمیت څخه په هر میدان کې کلکه دفاع وکړو او د همدې نظام تر چتر لاندې په عزت او حریت کې ژوند وکړو.»

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت غړو ترمنځ هېڅ اختلاف نشته او امنیت په ټول افغانستان کې ټینګ دی

شیخ هبت الله اخوندزاده په خلکو غږ وکړ چې له اختلافاتو او شخړو ډډه وکړي او د خلکو ترمنځ یووالي او پیوستون پیاوړی کړي. هغه ټینګار وکړ چې خلک باید له قومي، ژبني تعصب څخه ډډه وکړي

د اسلامي امارت مشر د خپل پیغام په یوه بله برخه کې د امر بالمعروف  وزارت فعالیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا اداره په ټولنه کې د فساد مخنیوي لپاره کار کوي. هغه له خلکو او نورو دولتي ادارو وغوښتل چې د فساد کمولو او د ټولنې د اصلاح لپاره له دې وزارت سره همکاري وکړي.

حمدالله فطرت په دې اړه زیاتوي: «الله تعالی موږ او تاسو د فاسد او غیر شرعي نظام په بدل کې د اسلامي شرعي نظام او د ښه امنیت څښتنان کړي یو، نو باید موږ او تاسو د دې ستر نعمت ډير شکر ادا کړو. تاسو کوښښ وکړئ لکه څنګه مو چې د شرعي نظام د راستلو لپاره قربانۍ ورکړې دي، هغسې د اسلامي شرعي نظام ساتنه او د مسئولینو پوره اطاعت وکړئ، د اسلامي نظام د استحکام لپاره کوښښ وکړئ او د هر قسم اختلافاتو څخه ځانونه وساتئ.»

د اسلامي امارت مشر د خبرو په پای کې وویل چې د لسیزو جګړو وروسته، افغانستان اوس داسې پړاو ته رسیدلی چې په کې ټولیز امنیت او ثبات ټینګ شوی او خلک باید د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *