د مکې تړون غړو د دفاعي همکاریو پر پیاوړتیا او د ریاض له امنیته پر ملاتړ ټینګار کړی

د مکې تړون غړو د دفاعي همکاریو پر پیاوړتیا او د ریاض له امنیته پر ملاتړ ټینګار کړی

کابل؛ افاق خبري اژانس: پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د مکې دفاعي تړون د سیاسي او دفاعي کمیټې په دویمه غونډه کې په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پوځي همکارۍ، دفاعي صنعتونو او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا غونډه د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه او د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، دفاع وزیر خواجه اصف او د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر په‌کې ګډون درلود.

د سرچینې په وینا، په دغه غونډه کې د دری واړو هېوادونو استازو د مکې د دفاعي تړون تر چتر لاندې د سعودي عربستان د امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ملاتړ ټینګار کړی.

د ګډې اعلامیې له مخې، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هوکړه کړې، چې د دفاعي صنعت، د ګډې ټیکنالوژۍ پراختیا، د وسله‌والو ځواکونو د روزنې او ظرفیت لوړولو په برخو کې به همکاري پیاوړې کړي. دوی همدارنګه د دغه تړون په دفاعي ماهیت، د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو کمولو او د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو سوله‌ییز حل باندې هم ټینګار کړی دی.

مطالب بیشتر:  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هند او سریلانکا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *