کابل؛ افاق خبري اژانس: لغمان ولایت کې د الینګار، الیشنګ او کابل سیندونه بهېږي، چې اوبه یې د ډرونټې بند په سیمه کې سره یوځای کېږي. په دغه ولایت کې پراخې دښتې شته، خو د اوبو د نشتوالي له امله شاړې پاتې دي. د بابا صاحب په دښته کې د ځمکې لاندې اوبه شاوخوا ۱۵۰ مترۍ کې موندل کېږي. د لغمان بزګران وایي، که د سیندونو اوبه مهار او دغو دښتو ته ولېږدول شي، پراخې ځمکې به خړوبې، د جوارو، ممپلیو، غنمو او ترکاریو کښت به پراخ او کرنیز حاصلات به زیات شي.
د لغمان د اوبو او انرژۍ رییس وایي، په دغه ولایت کې د سیندونو د اوبو د مهار او کرنیزو ځمکو ته د لېږد لپاره ژمن دي. نوموړی زیاتوي، د شاهي ملي کانال پروژې ترڅنګ د یو شمېر کوچنیو کانالونو د جوړولو چارې هم روانې دي. د نوموړي په وینا، د الینګار او الیشنګ سیندونو پر مسیر د درېیو بندونو د جوړولو پلان هم وړاندې شوی، چې د منظورۍ په صورت کې به یې د جوړولو چارې د شته امکاناتو له مخې پیل شي.
بلخوا د اوبو د مدیریت برخې کارپوهان وایي، که په لغمان ولایت کې د اوبو بندونه جوړ او د سیندونو روانې اوبه په سمه توګه مدیریت او کرنیزو ځمکو ته ولېږدول شي، نه یوازې د لغمان، بلکې د ټول ختیځ زون د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې به تر یوه بریده حل شي. د دوی په باور، د اوبو مهار به د شنو سیمو د پراختیا، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د طبیعي ښکلاوو د پراخېدو ترڅنګ د سیاحت د ودې زمینه هم برابره کړي، چې په پایله کې به د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.
د لغمان د کرنې رییس وایي، د کانالونو په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې د خړوبېدونکو کرنیزو ځمکو ساحه پراخه او د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه شي. نوموړی زیاتوي، د شاهي ملي کانال له لارې د بابا صاحب دښتې د خړوبولو هڅې روانې دي او د ګمبیري دښتې لپاره هم د یوه بل کانال د جوړولو پلان شته، چې په پلي کېدو سره به یې د سیمې د کرنې د پراختیا زمینه برابره شي.
لغمان د اوبو او کرنیزو ځمکو له پلوه د پام وړ ظرفیت لري، خو د سیندونو د اوبو د نهمهار له امله یې ګڼې دښتې لا هم شاړې پاتې دي. د بندونو او کانالونو جوړول د سیمې د بزګرانو له مهمو غوښتنو څخه دي، څو کرنیزې ځمکې خړوبې او کرنیز حاصلات زیات شي.
