د تهران او واشنګټن شخړه؛ ایران د اسلام‌آباد هوکړې عملي کېدل غوښتي

د تهران او واشنګټن شخړه؛ ایران د اسلام‌آباد هوکړې عملي کېدل غوښتي

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره د تازه هلو ځلو د پیل په لړ کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو به نن دوشنبه ناوخته پیل شي. ټرمپ «ایر فورس ون» الوتکه کې له خبریالانو سره خبرو کې، پرته له دې چې د دې مذاکراتو د ځای او څرنګوالي په اړه جزیات ورکړي، زیاته کړې چې دا مهال د هرمز تنګي په اړه یوه هوکړه شوې او د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو په اړه به هم هوکړه وشي.
د ډونالډ ټرمپ له دې څرګندونو وروسته، امریکا کې د خامو نفتو بیه ۵ سلنه راټیټه شوه او د هر بېلر بیه ۸۰ اعشاریه ۷۹ ډالرو ته ورسېده.
«ښکاره ده چې هغوی نه غواړي تر برید لاندې راشي. هغوی د برید له کچې خبر وو، ځکه د هغه د چمتووالي بهیر یې لیدلی و. اوس موږ ورسره خبرې کوو او دا خبرې اترې به د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته پیل شي».
په ورته وخت کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک پر عملي کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دا هوکړه به د ایران او د سیمې امنیت پیاوړی کړي. پزشکیان د ملي وفاق دولت د ټاکنیزو بنسټونو له غړو سره لیدنه کې له منځګړو هېوادونو غوښتي چې ډونالډ ټرمپ د دغه تفاهم‌لیک د مادو رعایتولو ته وهڅوي.
«دا تفاهم‌لیک د ګډ عقل او سلا مشورې پایله ده او په راتلونکي کې به د ایران د بهرنیو اړیکو اصلي محور وګرځي. د دې تفاهم‌لیک پلي کېدل به د ایران، سیمې او د تهران د متحدینو امنیت لا پیاوړی کړي، خو مقابل لوری هم باید خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي».
له دې ډیپلوماټیکو هڅو سره هم‌مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره د دویم ځل لپاره ټلیفوني خبرې کړې دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د وروستیو ډیپلوماټیکو هلو ځلو او نوښتونو په اړه نظرونه تبادله شوي دي.
«عراقچي د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د دویم ځل لپاره له دواړو چارواکو سره د لوېدیځې اسیا د امنیت او ثبات، او همداراز د ډیپلوماټیکو هڅو او نوښتونو په اړه د نظر تبادله کړې ده. دواړو لورو همداراز د سیمه‌ییزې همکارۍ له ظرفیتونو او سیاسي لارو چارو د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار کړی دی».
امریکا او ایران داسې مهال بېرته د مذاکراتو مېز ته راګرځي چې د امریکایي اې‌بي‌سي خبري شبکې د راپور له مخې، له ایران سره د جګړې پر مهال ۶۵۳ امریکایي سرتېري ټپیان شوي، چې له دې ډلې ۶۴ یې لوړپوړي افسران دي.

مطالب بیشتر:  امریکا کې د ټرمپ سیاستونو پر وړاندې میلیوني لاریونونه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *