پر افغانستان هوايي بریدونه؛ د نړۍوالو قوانینو نقض او په نړۍواله کچه د پاکستان مسوولیت

پر افغانستان هوايي بریدونه؛ د نړۍوالو قوانینو نقض او په نړۍواله کچه د پاکستان مسوولیت

د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، چې د راپورونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي، یوازې یو امنیتي یا پوځي پېښه نه ده؛ بلکې هغه موضوع ده چې د نړۍوالو قوانینو له نظره هم د ارزونې وړ ده. اساسي پوښتنه دا ده چې ایا داسې بریدونه د نړۍوالو قوانینو له بنسټیزو اصولو سره سمون لري او د پاکستان دولت ته کوم مسوولیت متوجه کېږي؟
لومړنی اصل چې په دې برخه کې مطرح کېږي، د زور نه کارولو اصل دی. د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې څلورم بند، دولتونه له دې منع کوي چې د نورو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې له زور او ګواښ کار واخلي. دا اصل د معاصرو نړۍوالو حقوقو یو له تر ټولو مهمو قواعدو ګڼل کېږي او د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د نړۍوال حقوقي نظم اساسي ستن جوړوي. په همدې توګه، د هر هېواد په خاوره کې هر ډول پوځي عملیات یوازې هغه وخت مشروع بلل کېږي چې یا د هغه هېواد په رضایت ترسره شي، یا د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې د مشروع دفاع په چوکاټ کې وي. د وروستیو بریدونو په اړه هېڅ داسې نښه نشته چې د افغانستان حکومت دې د داسې پوځي عملیاتو اجازه ورکړې وي. له همدې امله د دې اقدام مشروعیت تر ډېره د پاکستان د احتمالي مشروع دفاع له ادعا سره تړاو لري. خو حتا د مشروع دفاع په صورت کې هم، برید کوونکی دولت مکلف دی چې د اړتیا او تناسب اصل ثابت کړي؛ یعنې پوځي اقدام باید وروستی حل وي او د زور کچه باید له موجود ګواښ سره متناسبه وي. که دا شرایط نه وي پوره شوي، نو د نړۍوالو قوانینو له نظره د زور کارول غیر مشروع ګڼل کېږي.
دویم اصل د دولتونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ده. حاکمیت د نړۍوالو قوانینو له بنسټیزو مفاهیمو دی او د یوه دولت له لوري پر خپله خاوره او اتباعو د انحصاري واک مانا لري. د یوه هېواد پوځ د بل هېواد خاورې ته دننه کېدل یا هلته د پوځي عملیاتو ترسره کول، پرته له موافقې، په عادي حالت کې د هغه هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض بلل کېږي. له دې نظره، د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره د افغانستان د دولت د حاکمیت ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
درېیم اصل د دولتونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل دی. نړۍوال حقوق دولتونه له دې منع کوي چې د یو بل په داخلي چارو کې مستقیمه یا غیرمستقیمه لاس‌وهنه وکړي. که څه هم پاکستان ښايي دغه بریدونه د خپلو امنیتي اندېښنو په چوکاټ کې توجیه کړي، خو په یو اړخیز ډول پوځي اقدام د بل هېواد په خاوره کې د غوسه‌ناکې مداخلې یوه بېلګه بلل کېدای شي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د اړوند دولت له رضایت او همغږۍ پرته ترسره شي.
له بلې خوا، د ملکي وګړو د تلفاتو راپورونه د د نړۍوالو بشرپالو حقوقو موضوع هم رابرسېره کوي. حتا که فرض شي چې دا پوځي عملیات له امنیتي نظره توجیه ولري، بیا هم برید کوونکی اړخ مکلف دی چې د تفکیک، تناسب او احتیاط اصول مراعات کړي. د ښځو او ماشومانو وژل کېدل دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ټول لازم تدابیر نیول شوي وو که نه. که بې‌احتیاطي یا د زور ناسم استعمال ثابت شي، د پاکستان حقوقي مسوولیت لا پسې پیاوړی کېږي.
په داسې شرایطو کې د پاکستان د نړۍوال مسوولیت بحث راپورته کېږي. د دولتونو د مسوولیت له اصولو سره سم چې د ملګرو ملتونو د نړۍوالو حقوقو کمېسیون له خوا تدوین شوي، که د یوه دولت کړنه د نړۍوالو تعهداتو سرغړونه وي، نو هغه دولت نړۍوال مسوول ګڼل کېږي. دا مسوولیت یوازې سیاسي نه، بلکې حقوقي پایلې هم لري؛ لکه د ناقانونه عمل بندول، د نه تکرار تضمین او د زیان په صورت کې د جبران مکلفیت.
په دې توګه، که وروستي بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض او د ملکي وګړو د تلفاتو سبب شوي وي، نو استدلال کېدای شي چې د پاکستان د نړۍوال مسوولیت د تحقق زمینه برابره شوې ده. دا پېښه یوازې یوه سرحدي یا امنیتي مسئله نه ده، بلکې د معاصر نړۍوال نظام د بنسټیزو اصولو، د دولتونو د حاکمیت د احترام او د ملکي وګړو د خوندیتوب د معیارونو ازموینه هم ده.

مطالب بیشتر:  نشنل اېنټرسټ مجله: جګړه د ټرمپ ملګرو د جېبونو ډکولو لپاره پلمه ده

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *