په چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي، د چین ـ سویلي اسیا د همکاریو په اووم فورم کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.
بلال کریمي ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي ثبات او اقتصادمحوره سیاستونو له امله د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي. هغه د چین او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ، پانګونې او سیمهییزې نښلونې پراختیا مهمه بللې ده.
نوموړي افغانستان د سیمې د نښلېدا مهمه لار بللې او د ګډې اقتصادي همکارۍ د لا پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وایي، د پانګونې په زیاتېدو سره د کارموندنې زمینه پراخېږي او له دې لارې د خلکو عاید او د افغانستان اقتصاد وده کوي.
د دې ترڅنګ یو شمېر اقتصادي شنونکي دا ډول ناستې د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو او د بهرنیو پانګوالو د جلب لپاره مهم فرصتونه بولي. د هغوی په باور، بهرنۍ پانګونه کولی شي د کارموندنې، د زیربناوو د پراختیا او اقتصادي ودې لامل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي، ډېری دا ناستې د افغانستان لپاره د پانګونې د جلب په موخه ترسره کېږي. د هغه په وینا، په افغانستان کې اوس د پام وړ پانګونه نه ده شوې، خو د بهرنیو پانګو راتګ کولی شي د کارموندنې، زیربناوو د پراختیا او د دولتي عوایدو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسمي وایي، اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بهرنۍ پانګونې، د زیربنایي پروژو د پراختیا او د سیمهییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا هڅو ته پام اړولی دی. د هغه په وینا، دا هڅې کولی شي د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي.
