کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي سید بلال فاطمي له افاق خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د وروستیو بریدونو، د اسلاماباد د فشارونو د موخو، د افغانستان د پوځي وړتیاوو د محدودولو هڅو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، پاکستان غواړي د پوځي او اقتصادي فشارونو له لارې افغانستان کمزوری وساتي او اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد پر خپلو پښو ودرېږي.
فاطمي ویلي، د پاکستان د فشارونو تر شا دوه اساسي موخې پرتې دي؛ لومړی پر افغانستان د فشار ساتل او دویم د دغه هېواد کمزوری کول دي. د نوموړي په باور، پاکستان د دې پر ځای چې د افغانستان په اړه خپلې ستونزې له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي، د پوځي بریدونو او فشارونو له لارې هڅه کوي خپلې موخې ترلاسه کړي.
دغه شنونکي د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه ویلي، اسلاماباد ادعا کړې چې په پکتیا، خوست او کندهار کې یې د هند له لوري افغانستان ته د راوړل شویو وسلو زېرمې په نښه کړې او له منځه وړې دي. د هغه په وینا، د دغو ادعاوو معنا دا ده چې پاکستان نه غواړي افغانستان د خپلې دفاع لپاره له نورو هېوادونو څخه پوځي تجهیزات ترلاسه کړي او په بېلابېلو سیمو کې یې زېرمه کړي.
فاطمي د پاکستان دغه سیاست د سوریې پر وړاندې د اسرائیلو له چلند سره ورته بللی او ویلي یې دي چې اسرائیل سوریې ته اجازه نه ورکوي چې پیاوړې پوځي وړتیاووې او پرمختللې وسلې ولري. د نوموړي په باور، پاکستان هم له افغانستان سره ورته چلند کوي او غواړي دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو او دفاعي امکاناتو له ترلاسه کولو محروم وساتي. هغه ادعا کړې چې پاکستان غواړي د افغانستان په اړه د دویم اسرائیل رول ولوبوي او دغه هېواد د سوریې په څېر کمزوری کړي.
نوموړي د افغانستان د پوځي تجهیزاتو د وضعیت په اړه ویلي، امریکا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د دغه هېواد لپاره د پام وړ دفاعي امکانات نه دي پرېښي. د هغه په وینا، افغانستان اوس هم د پرمختللو پوځي الوتکو، هلیکوپټرو، او نورو درنو وسلو له کمښت سره مخ دی.
دغه سیاسي شنونکي زیاته کړې چې پاکستان د افغانستان د پوځي وړتیاوو د محدودولو لپاره هڅه کوي هغه ځایونه په نښه کړي چې د دفاعي تجهیزاتو د زېرمه کولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. د هغه په وینا، که افغانستان له روسیې یا کوم بل هېواد سره د وسلو د پېرلو خبرې وکړي او د خپلې دفاع لپاره تجهیزات ترلاسه کړي، پاکستان هڅه کوي هغه زېرمې په نښه کړي. نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د افغانستان ځینې محدود پوځي تجهیزات، په ګډون د بېپیلوټه الوتکو او لنډ واټن ویشتونکو توغندیو، هم له منځه تللي دي.
فاطمي ویلي، د پاکستان د بریدونو بله موخه د افغانستان د دفاعي ظرفیتونو له منځه وړل دي. د نوموړي په باور، که افغانستان د خپلې دفاع لپاره له ورته پوځي امکاناتو برخمن وای، نو د پاکستان د بریدونو پر وړاندې به یې د مقابلې وړتیا هم لرلی؛ خو اوسنی وضعیت ښيي چې پاکستان د افغانستان هغه محدود پوځي امکانات هم په نښه کوي چې د هېواد د دفاع لپاره ورته اړتیا ده.
دغه شنونکي د پاکستان پر اقتصادي سیاست هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلاماباد نه غواړي افغانستان په اقتصادي او صنعتي برخو کې پیاوړی شي، فابریکې جوړې کړي او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کورني تولیدات ولري. د هغه په وینا، پاکستان هڅه کوي افغانستان د خوراکي توکو، غنمو، بورې، سمنټو، سیخ ګول او نورو لومړنیو اړتیاوو په برخه کې پر خپلو وارداتو پورې تړلی وساتي.
نوموړي زیاته کړې چې پاکستان غواړي د افغانستان بازار د خپلو تولیداتو لپاره وساتي، څو د فیصلاباد او د دغه هېواد د نورو ښارونو فابریکې فعالې وي، پاکستاني وګړي پکې کار وکړي او د خپل هېواد اقتصاد پیاوړی کړي. د فاطمي په باور، د دې وضعیت دوام د دې لامل کېږي چې افغانان د خپل هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي پرمختګ له فرصتونو بېبرخې پاتې شي او د اړتیا وړ توکو په برخه کې پر پاکستان اقتصادي تکیه وکړي.
