افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ دی

افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ دی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ اداره یا( اوچا) وايي، د روان کال له جنوري تر اګست میاشتو پورې، په افغانستان کې له ۲۱.۹ میلیونه اړمنو کسانو څخه یوازې ۹.۳ میلیونه یې لږ تر لږه یو ډول مرستې ترلاسه کړې.

اوچا ټینګار کړی چې د اړمنو لپاره د مرستو رسولو بهیر د ملاتړ لپاره بېړنی تمویل ته اړتیا ده.

له دې وړاندې هم د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د ۸.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالي سرچینو کمښت له کبله اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر زیانمن شوی دی.

مطالب بیشتر:  په ټولنه کې د نظم ټینګښت هڅې؛ پنځو میاشتو کې ۵۱۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *