د افغانستان له ۱۸ کلنو کم عمره فوټسال لوبډلې پاناما ته ماتې ورکړه

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم عمره فوټسال لوبډلې پاناما ته  ماتې ورکړه

کابل؛ افاق خبري اژانس: د المپیک، بدني روزنې او ورزش رییس، احمدالله وثیق د ځوانانو فوټسال د ۲۰۲۶ کال ډاکار المپیکي سیالیو کې د پاناما پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا ستایلې ده.

د افغانستان له ۱۸ کلنو کم عمره فوټسال لوبډلې د یادو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې پاناما ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه.

افغانستان د سینګال او ارجنټاین سره په یو ګروپ کې دی او ټاکل شوې، د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۱۳مه، د ارجنټاین پر وړاندې خپله دویمه لوبه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ځوانانو فوټسال د ۲۰۲۶ کال ډاکار المپیکي سیالۍ د سینګال په کوربه‌توب د ۸ هېوادونو په ګډون د نومبر په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۲مې به دوام وکړي.

مطالب بیشتر:  د پرتګال – کانګو لوبې لنډیز او تحلیل | د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *