کابل؛ افاق خبري اژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورځني راپور له مخې، تېره ورځ د لړم ۱۱مه هېواد ته له بېلابېلو لارو ۴۶۲ تنه کډوال راستانه شوي.
سرچینه زیاتوي، د تورخم له لارې ۶۲ تنه، د ورېښمو پل له لارې ۳۰۲ تنه، د سپین بولدک له لارې ۲۷ کسان او د اسلام کلا له لارې هم ۷۱ کسان راستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي، راستنو شویو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، او روغتیايي خدمتونو په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کډوالۍ نړیوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې روان ۲۰۲۶ کال کې له ۱.۳ میلیونو څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
