پاکستان کې د ګازو بیې لوړېدو بې‌وزلې کورنۍ له لوږې سره مخ کړې

پاکستان کې د ګازو بیې لوړېدو بې‌وزلې کورنۍ له لوږې سره مخ کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: رویترز راپور ورکړی، د اکتوبر په ۱۷مه د ایران او پاکستان ترمنځ د دوو سرحدي لارو له تړلو وروسته، له ایران څخه د مایع ګازو واردات بند شوي چې له کبله یې په پاکستان کې د ګازو بیه په بې سارې ډول لوړه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په پاکستان کې د مایع ګاز، د ۱۲ کیلوګرامه ډبې بیه ۵۶ سلنه لوړه شوې او ۷۰۰۰ روپیو ته رسېدلې ده.

د دغو بیو د لوړېدو له کبله رکشا چلوونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي. په لاهور کې یو شمېر رکشا چلوونکو رویټرز ته ويلي چې دوی د ګازو د بیو له لوړېدو د مخه په ورځ کې شاوخوا ۶.۵ ډالره عاید درلود؛ خو اوس د دوی عاید شاوخوا ۳ ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د رویترز د راپور له مخې، پاکستان د لارو له بندېدو وړاندې هره ورځ له ایران څخه شاوخوا ۷زره ټنه مایع ګاز واردول. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د اکتوبر میاشتې انفلاسیون هم ۹.۶ سلنې ته رسېدلی او د پټرولو بیه هم شاوخوا ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

مطالب بیشتر:  د ایران پخوانی مشر علي خامنه‌یي په مشهد کې خاورو ته وسپارل شو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *