د ایران پخوانی مشر علي خامنهی جنازه، چې تېره ورځ ناوخته له عراق مشهد ته راولېږدول شوه، د جنازې لمونځ یې د مشر زوی مصطفی خامنهیي له لوري اداء او د جمعې سهار په لومړیو ساعتونو کې د مشهد ښار د شیعهګانو د اتم امام (امام رضا) په حرم کې خاورو ته وسپارل شوه.
که څه هم د ایران د پخواني مشر د جنازې مراسمو او تدفین لپاره تهران او واشنګټن هوکړه کړې وه، چې د یوې اوونۍ لپاره به پر یو بل بریدونه نه کوي، خو امریکایي لوري د دې ژمنې په ماتولو سره د ایران څو بندرونه په نښه او په مقابل کې یې تهران هم په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې.
د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، یو ځل بیا د دې جګړې د پراختیا په اړه اندېښنې او همداراز د ایران پر وړاندې د ټرمپ پر تګلارو نیوکې زیاتې شوې دي. تازه د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ رییسې نانسي پلوسي ایران سره د ټرمپ پر تګلاره سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې ټرمپ ونه توانېد دایمي سوله تأمین او په دې جګړه کې خپلو موخو ته ورسېږي، نو له همدې امله یې امریکا یو ځل بیا ایران سره یوه خطرناکه او ناقانونه جګړه کې ښکېله کړې ده.
د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشرې پر خپل ایکس لیکلي: «ټرمپ د کانګرس هغه رایه چې د دې جګړې د درولو لپاره ورکړل شوې وه، له پامه غورځولې او په دې سره یې نه یوازې د امریکايي پوځیانو ژوند له لا زیات ګواښ سره مخ کړی، بلکې د سون توکو بیې لوړې شوې او د دې غیرضروري او اختیاري جګړې لګښت یې پر کارګرانو او عادي امریکايي کورنیو اچولی دی.»
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په ټیلیفوني خبرو کې، پر ایران د امریکا بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د ملګرو ملتونو د منشور څرګنده سرغړونه او د اسلاماباد د تفاهملیک ښکاره نقض بللی دی.
عراقچي خبرداری ورکړی، چې د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت د دفاع لپاره کلک هوډ لري.
سید عباس عراقچي په دې اړه زیاته کړې: «نن مې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز، فیلډ مارشال عاصم منیر، سره د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې. پر ایران د امریکا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور څرګنده سرغړونه او د اسلاماباد د تفاهملیک ښکاره نقض دی. د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت د دفاع لپاره کلک هوډ لري.»
د دې ترڅنګ، ځینې ایراني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې پر ایران د امریکا وروستي بریدونه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په اشاره شوې دي.
د ایران فارس خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د ایران پر ځینو بندرونو وروستیو بریدونو کې قطر، متحده عربي اماراتو، اردن او سعودي عربستان د امریکایي جنګي الوتکو له پرلهپسې الوتنو سره لوجیستیکي ملاتړ کړی او د دغو هېوادونو په خاورو کې د امریکا پوځي اډې د وروستیو ۴۸ ساعتونو بریدونو لپاره کارول شوې دي.
د فارس خبري آژانس د راپور یوه برخه کې راغلي: «قطر، متحده عربي اماراتو، اردن او سعودي عربستان د امریکايي جنګي الوتکو د پرلهپسې الوتنو لپاره لوجیستیکي ملاتړ برابر کړی دی. همدارنګه، د دغو هېوادونو په خاوره کې د امریکا پوځي اډې د تېرو ۴۸ ساعتونو په بریدونو کې کارول شوې دي.»
د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، اکسیوس خبري وېبپاڼې، د دوو منځګړو هېوادونو او یوې امریکایي سرچینو راپور ورکړی چې قطر، پاکستان او د سیمې نور منځګړي هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ راکم او د اټومي تړون په اړه خبرې اترې بېرته پیل کړي.
