د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو کابو کولو هڅې؛ اورمچي نن د مخامخ خبرو کوربه دی

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو کابو کولو هڅې؛ اورمچي نن د مخامخ خبرو کوربه دی

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ کابو کولو په موخه د خبرو د پیل په اړه له بحثونو وروسته، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د چین په نوښت د افغانستان د منځنۍ کچې پلاوی اورمچي ښار ته رسېدلی او تمه ده له پاکستاني لوري سره د خپل اصولي موقف له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي زیاته کړې، چې دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هیواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي او کولی شي د متقابل درناوي پر اساس د ستونزو په حل او د سیمې په ثبات کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم منلې، چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې په ارومچي کې پیل شوې دي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي په اونیزه خبري غونډه کې ټینګار کړی، چې دا خبرې په «کاري کچه» ترسره او د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو له‌خوا رهبري کېږي. نوموړي هغه راپورونه، چې ګواکې په دې خبرو کې په ټیټه کچه پلاوو ګډون کړی، رد او دا ډول ادعاوې یې بې‌بنسټه بللې دي.

اندرابي همدارنګه منلې، چې پاکستان د خپل ثابت دریځ په چوکاټ کې یو پلاوی د چین ارومچي ته استولی دی. هغه زیاته کړې، چې مسوولیت د کابل پر غاړه دی، څو د اسلام‌آباد اندېښنې حل او د هغو ډلو پر وړاندې، چې د اسلام‌آباد له نظره ګواښ بلل کېږي، اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «هو، پاکستان د خپل ثابت دریځ له مخې یو پلاوی ارومچي ته استولی دی. مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی چې زموږ اندېښنې حل کړي او د ډلو پر وړاندې اقدام وکړي. په ارومچي کې خبرې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په کاري کچه او د لوړپوړو چارواکو تر مشرۍ لاندې ترسره کېږي.»

مطالب بیشتر:  د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو هواري هڅې؛ تهران راتلونکې اونۍ د سیمه‌ییزې غونډې کوربه دی

پاکستانی خبریال طاهر خان آفاق خبري آژانس سره د دې ناستې په اړه وایي: «د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، په نننۍ غونډه کې د لومړي ځل لپاره ومنله، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې روانې دي او له دې تایید سره هغه راپورونه رسمي شول چې مخکې خپاره شوي وو. هغه دا هم وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې خبرو د ټیټې کچې په اړه شته برداشت ناسم دی.»

په همدې حال، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت باخبره سرچینو آفاق خبري آژانس ته تایید کړې چې د اسلامي امارت او پاکستان پلاوي به نن ناوخته په چین کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره غونډه وکړي؛ هغه پلاوی چې پکې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو د عمومي ریاست استازي شامل دي.

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «کوم ګامونه چې د چین له لوري د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون اوچت شوي، کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ارامۍ هیله پیاوړې کړي او مثبتې پایلې ولري. دا غونډې نه یوازې د افغانستان او پاکستان د خلکو په ګټه دي، بلکې د سیمې د امنیت او ثبات په ښه‌والي کې هم مرسته کولای شي.»

خو د چارو یو شمېر نور شنونکي په دې باور دي، هغه جګړه چې پاکستان پیل کړې، د یوې لویې پروژې برخه ده او په خبره یې، د روانو مذاکراتو بریا او تلپاتې سولې ته د رسېدو هیلې کمزورې ښکاري.

مطالب بیشتر:  د کابل او اسلام آباد ترمنځ اوربند پر دوام د اردوغان ټینګار؛ د ترکیې او قطر له رول څخه د پاکستان هرکلی

پخواني ډیپلومات عزیز معارج په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «داسې نه ښکاري چې دا خبرې به بریالۍ پایله ولري، ځکه دا بهیر تر ډېره د یوې پروژې په توګه ګڼل کېږي چې د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا پاکستان ته سپارل شوې او دا هېواد اړ دی چې د هغې په چوکاټ کې عمل وکړي.»

دا خبرې داسې مهال بېرته پیلېږي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ او نښتو له شدت یوه میاشت تېرېږي او روان وضعیت د دواړو لورو ترمنځ اندېښنې لا ژورې کړې دي. په همد لړ کې، د چین په منځګړیتوب وروستۍ هڅې ښيي چې بیجینګ هڅه کوي کړکېچ مهار او سیمه‌ییز ثبات وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *