د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د خپل هېواد د پارلمان په غونډه کې د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر پخوانیو سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د امریکا په نیابتي جګړه کې ښکېل شوی و چې اغېزې یې لا هم دوام لري.
خواجه اصف ویلي چې د پاکستان سیاسي، پوځي او استخباراتي چارواکو په بېلابېلو پړاوونو کې د اسلامي امارت له استازو سره خبرې کړې دي، خو تر اوسه دغو مذاکراتو کومه عملي پایله نه ده ورکړې.
د ده په وینا، اسلاماباد له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ پلوی دی، خو په بدل کې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.
هغه ویلي: «موږ څو ځله د خبرو هڅه کړې، د بهرنیو چارو وزیر، استخباراتي چارواکي او د پوځ مشرتابه هم په دغو هڅو کې ښکېل وو، خو هغه پایله چې تمه یې کېده نه ده تر لاسه شوې».
بل لور ته، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي باور لري چې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې تر ډېره د دغه هېواد د کورنیو ستونزو د پټولو او د عامه افکارو د غلطولو لپاره کوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي، د فشار پر بنسټ سیاستونه د افغانستان په اړه تل ناکام شوي او هېڅ دوامداره پایله نه لري.
«دا ډول څرګندونې د دې لپاره مطرح کېږي چې د پاکستان د خلکو پام نورو موضوعاتو ته واړول شي او د دغه هېواد کورني پروګرامونه او پروژې، چې له امنیتي ستونزو سره مخ دي، مخته یووړل شي. خو حقیقت دا دی چې هره پروژه یا پالیسي چې د افغانستان په اړه د فشار او ناسم چلند پر بنسټ ولاړه وي، هېڅکله به دوامداره پایله ونه لري».
د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې تېره اوونۍ پاکستان د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته.
شنونکي باور لري چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ شته ترینګلتیاوې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او په نږدې راتلونکي کې د پام وړ بدلون نه تر سترګو کېږي.
