په فرانسه او کاناډا کې د افغانستان پخواني سفیر صمد عمر او د سیاسي چارو کارپوه غوث جانباز په یوه مقاله کې ویلي چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ یوازې د پولو پر سر او یا هم امنیتي کړکېچ نه دی، بلکې د هغوی په وینا دا کړکېچ د سیمې د جیوپولیټیکو بدلونونو لپاره مهمې نښې بلل کېږي. داسې بدلونونه چې کولای شي افغانستان د سیمې او نړۍ د سیاسي لوبو په ډګر بدل کړي.
د لیکوالو په باور، دا مهال ګڼ شمېر نړیوال څېړونکي، په ځانګړې توګه لوېدیځې رسنۍ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او یا هم له امنیتي ستونزو پورې نه تړي، بلکې له دې یې لوړې بولي.
په وروستیو میاشتو کې د شخړو زیاتوالی، چې پر مهال یې سلګونه کسان وژل شوي، د سوداګریزو لارو تړل کېدل او په سیمهییزه کچه بدلونونه مهم لاملونه بلل کېدای شي.
پر افغانستان د لوېدیځ د اغېزو کمېدل، سیاسي ډګر ته د روسیې راښکته کېدل او په منځنۍ او سویلي اسیا کې د قدرتونو د توازن بدلون هم مهم لاملونه ګڼل کېږي.
سربېره پر دې، روسیه د سیمې د مهمو لوبغاړو له ډلې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې د پام وړ پراخې کړې دي. د اسلامي امارت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد مسکو ته سفر وکړ او د روسیې د امنیت شورا له منشي له سرګي شویګو، سره یې د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې دا د همدې بهیر له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي. که څه هم د دغه تړون جزییات نه دي خپاره شوي، خو داسې تړونونه په ټولیزه توګه د پوځي همکاریو، د تجهیزاتو لېږد، روزنې او ګډو دفاعي پروژو برخه جوړوي. د مسکو له انده، له افغانستان سره همکاري په منځنۍ اسیا کې د امنیتي ګواښونو د مهارولو، د لوېدیځ له وتلو وروسته د نفوذ د زیاتولو او د کابل او اسلاماباد ترمنځ له روان کړکېچ څخه د ګټې اخیستنې یوه مهمه موقع ده. د افغانستان لپاره بیا دا اړیکې کولای شي د سیاسي مشروعیت، اقتصادي ملاتړ او د امنیتي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د مقالې لیکوالان په دې باور دي چې د روسیې او افغانستان نږدې کېدل کېدای شي د یو نوي سیمهییز امنیتي جوړښت برخه وي، چې تر ډېره بریده د چین او ایران ملاتړ هم له ځان سره ولري. په داسې حالت کې د پاکستان دودیز رول، چې د افغانستان او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو اصلي لاره بلل کېده، له ننګونو سره مخ کېږي او په کابل کې د مسکو او بېجینګ نفوذ زیاتېږي. دا بهیر کولای شي د اسلاماباد سټراټیژیکې اړیکې لا پېچلې کړي او د سیمې توازنونه بدل کړي.
چین هم په تدریجي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو په یو فعال منځګړي بدل شوی دی.
بېجینګ د افغانستان د کانونو، د خپلو لوېدیځو پولو د امنیت او د «د یو کمر بند یوې لارې» پروژې د پراختیا له لارې له افغانستان او پاکستان سره ځانګړې علاقه لري. له همدې امله چین، پرته له دې چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني، له کابل سره اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخې کړې او هڅه کوي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي. د لیکوالانو په اند، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نازک اوربند تر یوې کچې د چین د ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده.
د چین ترڅنګ ایران هم له افغانستان سره د عملي تعامل سیاسي لاره څاري. تهران له پخوانیو اختلافونو سره سره، د سرحدي امنیت، د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې، سوداګرۍ او د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري کوي. که څه هم ایران له اقتصادي فشارونو، سیمهییزو کړکېچونو او خپلو داخلي لومړیتوبونو سره مخ دی، خو بیا هم د افغانستان په معادلو کې مهم لوبغاړی بلل کېږي او امکان شته چې په راتلونکي کې د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو لوري ته ګام واخلي.
د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د افغانستان په اړه خپلواکې تګلارې څاري. ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان د امنیتي ګواښونو له اندېښنو سره سره په ټرانسافغان رېل پټلۍ او د ټاپي ګازو نللیکې په څېر پروژو کې پانګونه کړې ده. هند بیا، سره له دې چې له پاکستان سره جیوپولیټیک رقابت لري، د بشري مرستو او پراختیایي پروژو له لارې په افغانستان کې خپل حضور ساتلی دی. ترکیه، قطر او سعودي عربستان هم د منځګړي او پانګهوال په توګه له کابل سره خپلې اړیکې روانې ساتلي دي.
له بلې خوا، متحده ایالات او لوېدیځ متحدان یې د افغانستان په اړه جلا او کماغېز لرونکی دریځ لري. واشنګټن چې تمرکز یې د منځني ختیځ پر کړکېچونو، ایران او له چین او روسیې سره پر سیالۍ دی، یو محتاط سیاست تعقیبوي. بشري مرستې کمې شوي او د افغانستان په اړه د لوېدیځو هېوادونو ترمنځ لا هم روښانه دریځ نشته. ملګري ملتونه هم، سره له دې چې د مرستندویه فعالیتونه یې روان ساتلي، د بودجې له کموالي او د سیاسي اغېز د ګڼو وسیلو له نشتوالي سره مخ دي.
د راپور له مخې، د افغانستان د بشري ناورین لپاره یوازې شاوخوا ۳۱ سلنه اړینه بودجه چمتو شوې ده.
په پای کې لیکوالان خبرداری ورکوي چې د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو دوامداره سیالي، د نړیوالو بنسټونو کمزوري کېدل او د یو منظم چوکاټ نشتوالی کولای شي افغانستان یو ځل بیا د نیابتي سیالیو په ډګر بدل کړي. هغوی ټینګار کوي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ کمول، په افغانستان کې کورني اصلاحات او د سیمهییزو لوبغاړو ترمنځ د خبرو لپاره د څو اړخیز میکانیزم جوړول د ثبات د بېرته راګرځېدو مهم شرطونه دي. د دوی په باور، که سم او واقعبینانه چلند رامنځته نه شي، افغانستان به د رقابتونو او د هغوی د نفوذونو ترمنځ بند پاتې شي او د اوږدمهاله بېثباتۍ ناورین به دوام ومومي.
