د ابوظبۍ جیوپولیټیک قمار؛ اماراتو ته به د اسراییلو ملګرتیا درنه پرېوځي؟

د ابوظبۍ جیوپولیټیک قمار؛ اماراتو ته به د اسراییلو ملګرتیا درنه پرېوځي؟

منځنی ختیځ د تاریخ له سخت ناورین څخه تېریږي، داسې ناورین چې دا مهال یې په لمبو کې په خپله سوځي. امارات چې د سیمې د سوداګرۍ او ګرځندوی د امن ټاپو بلل کېده دا مهال د جیوپولیټیک قمار په مرکز بدل شوی دی
د نړیوالو رسنیو د بربنډو شویو راپورونو له مخې، ابوظبي نه یوازې له تل‌ابیب سره خپلې اړیکې د پوځي ترینګلتیاوو پر مهال نه دي کمې کړي، بلکې د پټو وسلو او امنیتي همکاریو له لارې یې په مستقیم ډول د تهران پر وړاندې دریځ نیولی دی؛ هغه پرېکړه چې د دغې سیمي کورنی ثبات، سیمه‌ییز حیثیت او د ګرځندوی اقتصاد یې له بې‌سارو ننګونو سره مخ کړی دی
د «میدل ایسټ ای» له لوري وروستي په ډاګه شوي اسناد چې د لوېدیځو استخباراتي چارواکو له قوله خپاره شوي، ښيي چې امارات او اسراییل د یوه نوي دفاعي ګډون په چوکاټ کې ګډ صندوق جوړ کړی چې د پرمختللو وسلو د سیسټمونو د اخیستلو او پراختیا لپاره کارول کېږي. د راپور له مخې، امارات ژمنه کړې چې د اسراییلو د هوايي دفاعي ټکنالوژۍ د پراختیا مهمه برخه به تمویل کړي؛ هغه سټراټیژیک تړون چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پټ سفر سره هم‌مهاله په ابوظبي کې بشپړ شوي دي.
د دې ژورو امنیتي او استخباراتي همکاریو نښې د وال سټریټ ژورنال په راپورونو کې هم خبرې شوې دي. د معلوماتو له مخې، د موساد مشر ډیویډ بارنیا د ژورو پوځي ترینګلتیاوو پر مهال لږ تر لږه دوه ځله، په مارچ او اپریل میاشتو کې اماراتو ته سفر کړی، څو د ایران پر ضد ګډې امنیتي او عملي همغږۍ چارې تنظیم کړي.
سره له دې چې د اماراتو چارواکو د تهران له احتمالي غبرګونونو د وېرې له امله هڅه کوي دا اړیکې پټې وساتي خو اسراییلي رسنیو بیا د کورنیو سیاسي موخو لپاره دا رازونه بربنډ کړي دي. د نتانیاهو د دفتر پخواني مشر زیو اګمون، د اسراییل د لومړي وزیر د پټ سفر جزییات په ډاګه کړي او ویلي یې دي په ابوظبي کې له نوموړي تود هرکلی شوی و. هغه زیاته کړې چې د شیخ بن زاید کورنۍ او نورو چارواکو هغه په شخصي موټر کې له الوتکې تر ماڼۍ پورې بدرګه کړل
په لوی لاس دغې بربنډتیا د اماراتو د چارواکو سخت غبرګون راوپارول او هغوی یې له هر ډول سفرونو څخه ډه ‌ډه کولو اړ کړل، ځکه چې دا وضعیت د دوی د امنیتي دریځ د بدلون په اړه حساسیتونه زیاتوي
شنونکي بن کسپیت په یوه مقاله کې ویلي چې نتانیاهو د ټاکنو ګټلو لپاره خپل سټراټیژیک ملګری قرباني کړ ځکه امارات له ایران سره د نږدې جغرافیې له امله د مستقیمې جګړې توان نه لري.
د دې سیاستونو اقتصادي بیه هم درنه تمامه شوې ده. د راپورونو له مخې، د اماراتو اقتصاد د پراخو ناامنیو له امله سخت زیانمن شوی؛ د دوبۍ او ابوظبي د ګرځندوی سکټور سقوط کړی او د هوټلونو د کاروبار کچه له ۸۴ سلنې څخه تر ۱۵–۲۰ سلنې پورې راټیټه شوې ده. هوايي شرکتونه هم د پروازونو د ځنډ له امله هره ورځ نږدې ۶۰۰ میلیونه ډالر زیان ویني
په سیاسي ډګر کې هم ایراني چارواکو ابوظبي ته سخت خبرداری ورکړی دی. د ایران د ملي امنیت د کمیسیون غړي علاءالدین بروجردي ویلي چې امارات له خطرناکو تېروتنو سره مخ شوی او د اسراییلو ترڅنګ د ایران پر ضد درېدل به ورته ناوړه پایلې ولري.
وروستي بدلونونه ښيي چې د اسراییل په ملاتړ تکیه کول د اماراتو لپاره نه یوازې امنیت نه دی راوستی، بلکې دا هېواد یې د داسې جګړې لومړۍ کرښې ته ور دننه کړی چې زیان یې د سیمې اقتصاد ته رسېږي. اوس داسې اوازې هم شته چې د اماراتو ځینې ایالاتونه د مرکزي حکومت له سیاستونو سره د مخالفت له امله د بېلتون لور ته تمایل لري چې دا به دغه هېواد له داخلي بحران سره نور هم مخ کړي

مطالب بیشتر:  د کابل شهرنو چاودنه او د سیمې بې‌ثباتۍ معما؛ پروژوي بحرانونه او د زبرځواکونو سیالۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *