د جګړې قانوني مودې پای؛ د ټرمپ پر وړاندې څلور احتمالي سناریوګانې

د جګړې قانوني مودې پای؛ د ټرمپ پر وړاندې څلور احتمالي سناریوګانې

د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې ۶۰ ورځې وخت له پای‌ته رسېدو سره هم‌مهاله، واشنګټن کې سیاسي فضا ورو ورو د ملاتړ پر ځای، د شک او فشار پر لور روانه ده. هغه جګړه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر او د کانګرس له اجازې پرته پیل شوې وه، اوس داسې پړاو ته رسېدلې چې نه یوازې په ډګر کې، بلکې له حقوقي اړخه هم د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ په جدي تقابل بدله شوې ده.

په تېرو نږدې اتو اونیو کې، په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو څو ځله د ډیموکراټانو هغه هڅې ناکامې کړې چې غوښتل یې جګړه محدوده کړي. خو اوس د دې جګړې په اړه د ځینو جمهوري غوښتونکو د دریځ بدلون نښې هم لیدل کېږي؛ داسې بدلون چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې، یعنې د غویي میاشتې په ۱۱مه نېټه د ۶۰ ورځني مهلت په پای‌ته رسېدو سره، ښایي له ټرمپ د جګړې واک واخیستل شي.

د جګړې د صلاحیت قانون؛ د ولسمشر د واک د کنټرول چوکاټ
د ویتنام له جګړې وروسته، په ۱۹۷۳ کال کې د جګړې د صلاحیت قانون (War Powers Resolution) تصویب شو، کله چې کانګرس هڅه وکړه د ولسمشرانو له یو اړخیزو پرېکړو د جګړې د پیل مخه ونیسي. د دې قانون له مخې، ولسمشر مکلف دی چې په ۴۸ ساعتونو کې دننه کانګرس د هر ډول پوځي اقدام په اړه خبر کړي او که رسمي اجازه نه وي، تر ۶۰ ورځو پورې باید امریکایي ځواکونه له جګړې وباسي.

دا قانون ولسمشر ته د ځواکونو خوندي ایستلو په پار، ولسمشر ته ۳۰ ورځې اضافي وخت هم ورکوي، خو نه د جګړې د دوام لپاره. له همدې امله، ۶۰ ورځې وخت عملاً د ولسمشر د لومړني واک او د کانګرس د مداخلې ترمنځ سرحد ګڼل کېږي.

مطالب بیشتر:  د اقتصاد وزارت له مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري سره ځانګړې مرکه

د کانګرس له اجازې پرته د ایران جګړې پیل
د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۸مه، امریکا له اسراییل سره په همغږۍ پر ایران بریدونه پیل کړل. ټرمپ دا اقدام د متحدینو د ګډې دفاع او د امریکا د ګټو ساتنې په چوکاټ کې توجیه کړ، خو ډیموکراټانو له هماغه پیله د ټرمپ دا استدلال رد او دا یې د قانون نقض وباله.

له دې مخالفتونو سره سره، تر اوسه په کانګرس کې د محدودوونکو پرېکړه‌لیکونو د تصویب هڅې ناکامې شوې دي. په وروستيو د سنا جمهوري غوښتونکو د پنځم ځل لپاره هغه طرحه وتړله، چې د جګړې د صلاحیت پر قانون ولاړه وه. خو اوس چې قانوني ضرب‌الاجل نږدې شوی، حتی ځینې جمهوري غوښتونکي هم د دې بهیر په دوام شکمن شوي دي.

سناتور جان کرټیس په ښکاره ویلي: «زه به د کانګرس له اجازې پرته، له ۶۰ ورځو وروسته د پوځي اقدام ملاتړ ونه کړم.» همدارنګه براین مسټ خبرداری ورکړی چې «له ۶۰ ورځو وروسته کېدای شي د رایو شمېر بدل شي.»

له بلې خوا، سناتور کریس مورفي ټینګار کړی: «ډېرو جمهوري غوښتونکو مخکې ویلي چې دا ۶۰ ورځنی ټکی له حقوقي پلوه مهم دی. نو زما په اند، له دې مهلت وروسته به ورته سخته وي چې سترګې پټې کړي.»

له قانوني مهلت وروسته، د ټرمپ مخې ته پرتې څلور لارې
د ۶۰ ورځني مهلت په پای ته رسېدو سره، د ایران جګړه داسې پړاو ته ننوځي چې نور یوازې پوځي پرېکړه نه، بلکې یوه پېچلې حقوقي او سیاسي مسئله هم ده. د جګړې د صلاحیت قانون، ولسمشر د مشخصو انتخابونو پر وړاندې دروي، چې هر یو یې جلا لګښتونه او بېلې پایلې لري.

مطالب بیشتر:  جرګه او جګړه؛ اسلام‌آباد د څه په لټه کې دی؟

په دا ډول شرایطو کې، نه یوازې قانوني ملاحظات، بلکې د جګړې شته واقعیتونه، کورنی ملاتړ، او نړیوال فشارونه هم د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې مهم رول لري. له همدې امله، څلور اصلي سناریوګانې مطرح دي:

لومړی سناریو: له کانګرس رسمي اجازه غوښتل
په دې حالت کې، ټرمپ باید د جګړې د دوام لپاره له کانګرس د پوځي ځواک د کارولو اجازه (AUMF) ترلاسه کړي. دا له حقوقي پلوه تر ټولو روښانه لاره ده، خو له سیاسي اړخه خورا پېچلې او ګرانه ده. د بېلګې په ډول، په ۲۰۰۲ کال د عراق د جګړې اجازه یو تاریخي مثال دی، خو نن ورځ د امریکا سیاسي فضا تر ډېره قطبي شوې ده او داسې اجماع رامنځته کول آسانه هم نه دي.

دویمه سناریو: د پوځي عملیاتو پایته رسول
دا سناریو د عملیاتو پای‌ته رسول او د ځواکونو ایستل رانغاړي. دا چاره ښایي له حقوقي پلوه ساده وي، خو له سیاسي اړخه ښایي د شاتګ په مانا تعبیر شي. لکه په ۱۹۸۳ کال کې، کله چې د کانګرس د فشار له امله د رونالډ ریګن اداره اړه شوه، له لبنان خپل ځواکونه وباسي.

درېیمه سناریو: د ۳۰ ورځني اضافي مهلت کارول
قانون ولسمشر ته اجازه ورکوي چې یوازې د خوندي وتلو لپاره ۳۰ ورځې اضافي وخت واخلي. دا په اصل کې د وتلو لپاره یو پل دی، نه د جګړې د دوام وسیله.

څلورمه سناریو: د قانون له پامه غورځول او جګړې ته دوام
د امریکا په تاریخ کې څو ځله ولسمشرانو دا قانون جدي نه دی نیولی. لکه څنګه چې په ۲۰۱۱ کې د باراک اوباما واکمنۍ پر مهال، په لیبیا کې عملیات له ۶۰ ورځو واوښتل، او په ۱۹۹۹ کې بیل کلینټن په کوزوو کې جګړه روانه وساتله. همداراز په ۲۰۱۹ کې ټرمپ هم د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال د یمن جګړې د پای ته رسولو پرېکړه‌لیک ویټو کړی و.

مطالب بیشتر:  د ایران – امریکا جګړه؛ د اسلامي نړۍ چوپتیا او د افغانانو دریځ

د کومې سناریو احتمال زیات دی؟
دا ۶۰ ورځنی مهلت په مطلق ډول سرحد نه، بلکې تر دې زیات د فشار راوړلو لپاره یوه غوره سیاسي وسیله هم ده. اوسنيو شرایطو دا معادله لا پېچلې کړې ده. د ټرمپ د محاسبې خلاف، د ایران پر وړاندې جګړه نه لنډه وه او نه هم ارزانه، او امریکا لا هم خپلو موخو ته نه ده رسېدلې.

په کور دننه، سیاسي اجماع نشته؛ د جمهوري غوښتونکو ترمنځ اختلافات، د ډیموکراټانو مخالفت، د عامه افکارو حساسیت او پراخ لاریونونه، د پرېکړې فضا تنګه کړې ده. په نړیواله کچه هم د امریکا ملاتړ هغومره نه دی لکه څنګه چې تمه کېده، حتا اروپايي هېوادونو هم پوره ملاتړ نه دی کړی.

د دې ټولو په پام کې نیولو سره، د دویمې او درېیمې سناریو د ترکیب احتمال زیات دی: یعنې په تدریجي توګه د تاوتریخوالي کمول، د خوندي وتلو لپاره د قانوني مهلت کارول او د دې هڅه کول، چې جګړه په بحران بدله نشي.

باور دا دی چې د ټرمپ اداره هڅه کوي په وروستیو څو ورځو کې، ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دې کړکېچ د وتلو لار پیدا کړي. خو راتلونکو څو ورځو کې به روښانه شي، چې دواړه لوري د سولې پر لور خوځېږي او که د بحران ژوروالي پر لور.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *