«دا جګړه د هغوی جګړه نه ده؛ خو ورو ورو د هغوی لپاره په سیاسي او اقتصادي خپسکه بدلېږي.»
د نړۍ مشرانو چې د ایران پر وړاندې یې د امریکا او اسراییلو له برید سره مخالفت کړی، اوس د ټرمپ له غوسې او همداراز د خپلو ولسونو د عمومي افکارو له نه ملتیا، چې د دې جګړې او امریکایي ولسمشر سرسخت مخالفین دي، ترمنځ قرار لري.
دغه وضعیت د امریکا او متحدینو ترمنځ یې معادلې بدلې کړې دي. هغه مشران چې پخوا یې هڅه کوله د نړۍ تر ټولو ځواکمن سړی راضي وساتي، اوس یې پر هغه د نیوکې او له هغه د واټن ساتلو جرأت کړی دی؛ نه یوازې د امریکا له بهرني سیاست سره د مخالفت له امله، بلکې د جګړې فشارونو او د خلکو د ورځني ژوند ځپلو له امله یې، د ټرمپ له سیاستونو فاصله اخیستې او ښکاره مخالفت یې څرګند کړی دی.
د نړۍ په دې مشرانو کې ان هغه مشران هم شامل دي، چې هڅه یې وکړه د دویمې دورې پر مهال د ټرمپ چلند مدیریت کړي، خو اوس یې د هغه د تګلارې پر وړاندې غبرګون ښودلی. تازه د اېټالیا لومړۍ وزیرې «جورجیا ملوني»، د ټرمپ له خوا پر «پاپ لیو څوارلسم» لفظي بریدونه او نیوکې د «نه منلو» وړ وبللې. د برېټانیا لومړی وزیر «کېیر سټارمر» چې وروستیو کې یې د ایران جګړې له امله ټرمپ سره اړیکې ترینګلې شوې، ویلي چې د دې جګړې له امله، د انرژۍ د لګښتونو له زیاتوالي «ستړی» شوی دی.
د نړۍ مشران اوس له هغو پایلو سره مخ دي چې پرې کنټرول نه لري. دا وضعیت د نړۍوال وجهي صندوق له وروستي خبرداري سره لا پسې ترینګلی شوی دی. دغه صندوق ویلي، چې نړۍوال اقتصاد د «نامطلوبې» سناریو پر لور روان دی او سږکال به یوازې ۲.۵ سلنه وده ولري، حال دا چې دا کچه په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۴ سلنه وه.
هغه هېوادونه چې د منځني ختیځ په انرژۍ تړلي، تر نورو ډېر زیان ویني. نړۍوال وجهي صندوق د ۲۰۲۶ کال لپاره د برېټانیا د اقتصادي ودې وړاندوینه له ۱.۳ سلنې ۰.۸ سلنې ته راکمه کړې؛ دا موضوع د سټارمر حکومت لپاره، چې د اقتصاد د بیا راژوندي کېدو ژمنه یې کړې وه، یو جدي ګوزار دی.
د امریکا بل کلیدي او مهم متحد جاپان هم د دې جګړې له امله، تر سخت فشار لاندې دي؛ ځکه دا هېواد تر ډېره د منځني ختیځ پر انرژۍ متکي دی. د لېږد رالېږد لګښتونه لوړ شوي، بیې یې لوړې کړې او د تنخواوو د زیاتوالي بهیر یې له ګواښ سره مخ کړی دی. هغه څه چې د جاپان لومړۍ وزیرې، «سانایه تاکایچي»، هم تمه نه لرله چې له تاریخي بریا وروسته به دومره ژر له ورته ننګونو سره مخ شي.
د ایران له جګړې وړاندې هم ټرمپ د ډېریو متحدینو ترمنځ محبوبیت نه درلود. د «پیو» څېړنیز بنسټ د سروې له مخې، په څه باندې لسو هېوادونو کې د هغه د مجبوبیت کچه تر ۳۵ سلنې هم کمه وه.
دا درز یوازې د ټرمپ تر ولسمشرۍ دورې پورې محدود نه دی، بلکې کېدای شي هغه اېتلافونه کمزوري کړي چې له لسیزو راهیسې یې د امریکا سیاسي او اقتصادي ځواک پیاوړی کړی و. د ناټو په اړه د ټرمپ منفي لیدلوری هم د دې اېتلاف د ژمنو متزلزل کېدو لامل شوی دی.
سپینې ماڼۍ په ښکاره ویلي چې د امریکا د ځواک یو اړخیز کارول په ۲۱مې پېړۍ کې د دغه هېواد د ګټو ساتنې تر ټولو غوره لار ده. ټرمپ ناټو ته د دفاعي اېتلاف په سترګه نه ګوري، بلکې د ایران جګړې په ګډون دا اېتلاف د خپل بهرني سیاست د موخو د پرمخ بیولو لپاره وسیله بولي، او د هغو متحدینو پر وړاندې زغم نه لري، کوم چې له هغه سره جګړو کې ګډون ته چمتو نه وي.
خو بیا هم، له سیاسي پلوه د ډېرو متحدو مشرانو لپاره جګړې ته ورننوتل ناممکن دي؛ ځکه چې د هغوی عامه افکار دا جګړه ناسمه، بېپایلې او د نړۍوالو قوانینو خلاف بولي.
په ایټالیا کې، «جورجیا ملوني» چې له ایډیولوژیک پلوه ټرمپ ته نږدې وه، هڅه یې کوله د امریکا او اروپا ترمنځ د اړیکو پل جوړ کړي، خو د جګړې له امله د سونتوکو بیو زیاتوالي د هغې محبوبیت راکم کړی دی. د ټرمپ پر وړاندې د هغې نیوکې ښايي د هغې یو کلنې ډیپلوماټیکې اړیکې ته زیان رسولی وي.
د جورجیا ملوني پر څرګندونو ټرمپ سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې نوموړې «جرأت» نه لرياو د ایران ګواښونو پر وړاندې بېپروا ده.
کاناډا کې هم پر کورني سیاست د ټرمپ اغېز ښکاره او محسوس دی. د دغه هېواد لومړي وزیر «مارک کارني»، د خپل سیاسي ځواک ډېره برخه د ټرمپ پر وړاندې مخالفت ته ځانګړې کړې او په ټاکنو کې یې د بریا یو لامل هم د همدې تګلارې خپلول وو.
په اروپا کې، حتا هغه پوپولیستي جریانونه چې یو وخت یې د ټرمپ ملاتړ کاوه، اوس له هغه واټن نیولی دی. د هنګري په وروستیو ټاکنو کې د «وېکټور اوربان» ماتې هم ښايي دا بهیر چټک کړي.
خو له دې سره سره، اروپایي مشران له یوه ستر محدودیت سره مخامخ دي: پوځي کمزورتیا؛ که د امریکا د ملاتړ لپاره حتا سیاسي اراده هم موجوده وي، ډېری اروپایي هېوادونه دومره پوځي توان نه لري چې د هرمز تنګي پرانیستو عملیاتو کې برخه واخلي.
په ټوله کې، که څه هم د متحدینو او ټرمپ ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي، خو هغوی هم نه شي کولای په بشپړه توګه ځانونه له امریکا بېل کړي؛ خو هر څومره چې په یوه ناغوښتل شوې جګړه کې د ګډون فشار زیات شي، په هماغه کچه به واشنګټن سره سیاسي ملګرتیا کمه شي.
راپور: سياېناېن
