د ایران – امریکا جګړه؛ د اسلامي نړۍ چوپتیا او د افغانانو دریځ

د ایران – امریکا جګړه؛ د اسلامي نړۍ چوپتیا او د افغانانو دریځ

 

د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو یرغل او په منځني ختیځ کې د کړکېچ پراختیا د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د عامه افکارو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. په دې منځ کې، افغانان چې خپله د جګړو او بهرنیو مداخلو اوږد تاریخ لري، له ایران سره د خواخوږۍ ترڅنګ، پوره ملاتړ اعلان کړی او دا څپه د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراختیا په حال کې ده.

د غیررسمي معلوماتو او عملي مشاهداتو له مخې، ټولنیزې شبکې د افغانانو د عامه افکارو د سنجولو لپاره په مهمو وسیلو بدلې شوې دي. د دې شبکو افغان کاروونکي د ایران جګړې په اړه په فېسبوک، ایکس (پخوانی ټویټر) او ټیلیګرام کې په پراخه کچه خپل نظرونه شریکوي. د دغو محتواوو یوه لویه برخه د ایران ملاتړ او د امریکا او اسراییلو د بریدونو غندنه ښيي. ډېری کاروونکي دا جګړه یوازې سیمه‌ییزه شخړه نه، بلکې په منځني ختیځ کې د لوېدیځ د مداخلې د سیاستونو دوام بولي.

په همدې حال، د ځینو نړۍوالو سروې‌ګانو پایلې هم په ډاګه کوي، چې په سیمه کې د ایران ملاتړ ته لېوالتیا خورا زیاته ده. که څه هم افغانستان په دغو سروې‌ګانو کې په مستقیم ډول نه دی شامل، خو له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران سره کلتوري، مذهبي او تاریخي اړیکې او همداراز په ټولنیزو رسنیو کې له ایران ملاتړ، د دې ښکارندویي کوي چې افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي.

دا ملاتړ یوازې تر عامو افغانانو محدود نه دی، بلکې حکومتي چارواکو او مخکښو سیاسي او ولسي څېرو هم د امریکا او اسراییلو بریدونو پر وړاندې د ایران د حکومت او خلکو ملاتړ اعلان کړی دی. تازه د هلمند والي مولوي امان‌الدین منصور د ایران د مقاومت ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې تهران «د کفر پر وړاندې کلک ولاړ دی». هغه په دې جګړه کې د ایران مخالفین په تکفیري تمایلاتو تورن کړي او له خلکو یې غوښتي، چې «په میدان کې شته واقعیتونه» درک کړي. د اسلامي امارت د دغه چارواکي دا څرګندونې په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه انعکاس موندلی دی.

مطالب بیشتر:  پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه؛ د واشنګټن او اسلام‌آباد ګډه سناریو

په ټولنیزو شبکو کې د عادي کاروونکو ترمنځ هم شخصي او احساساتي روایتونه لیدل کېږي. ځینې کاروونکي د امریکا او نورو زبرځواکونو پر وړاندې د افغانانو مبارزې ته په اشارې، د ایران خلک «مقاوم ملت» بولي او هغوی ته د بریا هیله کوي؛ خو ځینې نور بیا پر امریکا او اسراییلو د نیوکې ترڅنګ، دا جګړه د ټولې سیمې لپاره ګواښ ګڼي او د جګړې د ژر پای‌ته رسېدو غوښتنه کوي.

له بلې خوا، د ګرافیکي محتواوو تولید او خپرول هم د عامه افکارو په جوړولو کې مهم رول لوبوي. د پېژندل شویو څېرو پیغامونه، احساساتي جملې او د مقاومت اړوند انځورونه په چټکۍ سره د کاروونکو ترمنځ خپرېږي. دا بهیر ښيي چې د روایتونو جګړه په مجازي نړۍ کې هم د جګړې له ډګره کمه نه ده.
سره له دې، د بېلابېلو لیدلورو شتون هم له پامه نشي غورځول کېدای. ځینې افغانان سیمه کې د هر ډول جګړې په اړه اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د جګړې دوام کولای شي د افغانستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو لپاره پراخې اقتصادي او امنیتي اغېزې ولري. په دې لیدلورو کې تر ټولو زیات د نفتي توکو د بیو لوړوالی او د سوداګریزو لارو د تړل کېدو احتمال په اړه اندېښنې مطرح دي.

د ایران پر وړاندې جګړه کې د افغانانو ملاتړ یوازې په کور دننه محسوس نه دی، بلکې پر ایراني چارواکو او ولس سربېره، د سیمې هېوادونو چارواکي او ولسونه هم پر دې حقیقت اعتراف کوي، چې غوره بېلګه یې وروستیو کې د پاکستان عوامي نشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي څرګندونې دي، چې ویلي یې وو، د ایران پر وړاندې جګړه کې له افغانستان پرته، ټول اسلامي هېوادونه چوپه خوله دي او دا یې د اسلامي نړۍ لپاره شرم او ننګ بللی و.

مطالب بیشتر:  په خړه پړه سیمه کې د ځواک لوبه

په ټوله کې، هغه څه چې د افغانستان له عمومي فضا راڅرګندېږي، له ایران سره پراخه همدردي او ملاتړ او همداراز د روانې جګړې په اړه ژوره اندېښنه ده. افغانان نه یوازې دا چې د ایران مقاومت «برحق» بولي، بلکې د امریکا دا ډول اقدامات د سیمې د امنیت او ثبات ترڅنګ، د اسلامي نړۍ د راتلونکي لپاره هم خطرناک او بوږنوونکي ګڼي. د دوی په اند، دا ډول کړنې کولای شي د جګړې لمن لا پراخه او ورسره د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي؛ ځکه دوامداره تاوتریخوالی د خلکو ژوند، اقتصاد او ټولنیز ثبات ګواښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *