افغانستان د غزې له جګړه‌ځپلو سره څه باندې ۵۰۰ ټنه بشري مرسته وکړه

افغانستان د غزې له جګړه‌ځپلو سره څه باندې ۵۰۰ ټنه بشري مرسته وکړه

په داسې حال کې چې د غزې خلک نږدې دوه کاله د اسراییلي رژیم د سختو بمباریو شاهدان او په دې بمباریو کې یې خپل ټول شته له لاسه ورکړل او دا مهال له سختو بشري ستونزو او ان لومړنیو توکو ته د لاسرسي په برخه کې هم محدودیت سره مخامخ دي، تازه اسلامي امارت د مصر د رفح بندر له لارې د غزې له مظلومو خلکو ته، ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې رسولې، چې پر ۲۲ زره کورنیو به ووېشل شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ، دا مرستې مصر ته د استول شوي پلاوي له لوري پېرل شوې او په ۴۲ لاریو کې، چې ټولټال ارزښت یې نږدې ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، د غزې خلکو ته رسول شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامي امارت له اغېزناکو لوريو غواړي، څو غزه کې د اوربند د بنسټيز کولو لپاره معنالرونکې هڅې وکړي او ټینګار یې کړی، چې د فلسطين قضيه بايد د تاريخي ثابتو واقعیتونو او فلسطيني ولس حقه حقونو په نظر کې نيولو سره حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال د تلي (میزان) میاشتې په ۲۱مه نېټه، د امریکا په منځګړیتوب د مصر په شرم الشیخ کې د نړۍ د ۲۰ هېوادونو د استازو په ګډون غزه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه، خو د دې هوکړې له پلي کېدو وروسته، اسراییلي رژیم په ځلونو اوربند نقض کړی او لا هم وخت ناوخته پر فلسطینيانو هوایي بریدونه کوي.

مطالب بیشتر:  شمېرې: یوه میاشت کې څه باندې ۲۳۰۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *