د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د قضیې په تړاو چین ته د صلاحیتونو د سپارلو هرکلی کړی دی.
ښاغلي مجاهد افاق خبري اژانس ته د کابل او بیجېنګ اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چین د سیمې او افغانستان د روان وضعیت ښه درک او له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.
د هغه په وینا، له همدې کبله چین کولای شي له افغانستان سره تړلي موضوعات په سمه او بېپرې توګه وڅېړي
مجاهد هیله څرګنده کړې چې دا چاره به د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د قضاوتونو او ارزونو برخه لا پیاوړې کړي..
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «دا ښايي یو ښه ګام وي؛ ځکه چین د سیمې له مهمو هېوادونو څخه دی او د افغانستان له قضیې سره ښه بلدتیا لري. همدارنګه، له افغانستان سره بېپرې اړیکې لري. د افغانستان په اړه چې هر څه کېږي، هغه به په ښه توګه په پام کې ونیول شي»
په همدې حال کې، یو شمېر سیاسي شنونکي د افغانستان او چین ترمنځ اړیکو ته په کتو وايي، دغه هېواد هڅه کوي نړیوالې ټولنې ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي او له دې لارې د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې، پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو او محدودیتونو د لرې کېدو په اړه خبرې وشي
د هغوی په وینا، چین د افغانستان د مهم ملګري په توګه کولای شي د روانو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو دحل برخه کې مهم رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید عبدالله صادق وايي:«بیجېنګ هڅه کوي نړیوالې ټولنې ته د افغانستان واقعیتونه څرګند کړي او د امنیت شورا له لارې د افغانانو روانې ستونزې، بندیزونه او محدودیتونه مطرح کړي»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دغه مسوولیت په ۲۰۲۴ کال کې جاپان ته سپارل شوی و. اوس به څرګنده شي چې چین ته د دغه مسوولیت سپارل به تر کومه بریده وکولای شي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اړیکې پیاوړې کړي.
