د پاکستان د اپوزیسیون مشر: د کابل او اسلام‌آباد ستونزې دې د سیمه‌ییزو خبرو اترو له لارې حل شي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر: د کابل او اسلام‌آباد ستونزې دې د سیمه‌ییزو خبرو اترو له لارې حل شي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په یوې ولسي غونډه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکارۍ پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ګډې ناستې غوښتنه کړې.

اڅکزي ویلي، د پاکستان حکومت دې د افغانستان په ګډون چین، اوزبېکستان او نور ګاونډیان راغونډ کړي، څو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د خبرو له لارې یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د هغه په وینا، د سیمې د هېوادونو برخلیک له یو بل سره تړلی دی او د افغانستان، پاکستان او ایران امنیت او ثبات سره تړاو لري. نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، که په افغانستان کې ناورین زیات شي، پاکستان او نور هېوادونه به هم ورڅخه اغېزمن شي.
محمود خان اڅکزي له اسلام‌اباد غوښتي چې د تعامل او تفاهم پر بنسټ سیاست غوره کړي، څو د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا او د شخړو د کمېدو زمینه برابره شي.

اڅکزي ویلي: «که په افغانستان کې ګډوډي وي، دلته به هم سوله نه وي. که افغانستان کمزوری یا ناکام شي، پاکستان به هم زیان وویني او وروسته به ایران هم اغېزمن شي او لویې ستونزې به رامنځ‌ته شي»

د پاکستان اپوزیسیون چې مشري یې محمود خان اڅکزی کوي، وخت ناوخت د خپل هېواد پر سیاستونو نیوکې کوي او د سیمه‌ییزو خبرو او حل لارو غوښتنې کوي. خو پوښتنه دا ده چې ایا د پاکستان حکومت به دغه اندېښنې جدي ونیسي او له ګاونډیو هېوادونو سره به د رښتینو خبرو میز ته کېني که نه؟

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د مسکو له رسمي سفر وروسته ویلي و چې افغانستان به پر داسې چمتووالي کار وکړي چې اسلام‌اباد به نور پر کابل برید کولو ته زړه ښه نه کړي.

مطالب بیشتر:  د پاسپورت لوی ریاست: وروسته له دې خلکو ته پاسپورتونه کور او کارځای ته لېږو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *