افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې په سیمه کې د سیاسي او امنیتي بدلونونو له مهمو مرکزونو پاتې شوی دی. د اسیا په زړه کې د دغه هېواد جغرافیایي موقعیت د دې لامل شوی چې په افغانستان کې هر سیاسي او امنیتي بدلون پر ګاونډیو هېوادونو او ان د سیمې ستر ځواکونه اغېزمن کړي. له همدې امله، افغانستان تل د سیمې د هېوادونو په امنیتي محاسبو کې ځانګړی ځای لرلی دی؛ خو د تېرو کلونو پر مهال د افغانستان په اړه د هېوادونو لیدلوری یو شان نه دی پاتې شوی. په تېرو دوو لسیزو کې دغه هېواد تر ډېره د یوه امنیتي ګواښ په توګه معرفي کېده، خو په وروستیو کلونو کې داسې نښې لیدل کېږي چې د سیمې ځینې هېوادونه افغانستان د امنیت د ټینګښت او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره د یوه احتمالي شریک په توګه هم ارزوي. د دې بدلون د ښه درک لپاره د کوپنهاګن مکتب د امنیتي او غیرامنیتي کولو له نظریې استفاده کېدای شي.
د کوپنهاګن مکتب د امنیتي کولو نظریې له مخې، یوه موضوع هغه مهال په امنیتي مسله بدلېږي چې سیاسي لوبغاړي یې د یوه جدي ګواښ په توګه معرفي کړي او نور لوري هم دا برداشت ومني. په داسې حالت کې، یاده موضوع له عادي وضعیته وځي او په یوه امنیتي لومړیتوب بدلېږي. برعکس، غیرامنیتي کول هغه مهال رامنځته کېږي چې هماغه موضوع د ګواښ له محوره راووځي او د عادي سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو په چوکاټ کې وڅېړل شي.
که افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو بدلونونه له همدې زاویې وڅېړو، نو په څرګنده توګه لیدل کېږي، چې دغه هېواد د ۲۰۰۱ کال له پېښو وروسته د امنیتي کولو یوه پراخ پړاو ته دننه شو. په هغه وخت کې افغانستان د لوېدیځ په سیاسي او امنیتي محور کې د نړۍوال امنیت لپاره له مهمو ننګونو ګڼل کېده. د بهرنیو ځواکونو شتون، اوږدې جګړې، کورنۍ ناامنۍ، د مخدره توکو قاچاق او پراخې کډوالۍ د دې لامل شوې چې د افغانستان نوم تر هر څه زیات له امنیتي مسایلو سره وتړل شي. په پایله کې، ډېرو هېوادونو افغانستان ته د یوه سیمهییز شریک په توګه نه، بلکې د امنیتي ستونزو د سرچینې په سترګه کتل او له همدې امله د سیمې هېوادونو هم خپلې ځانګړې اندېښنې لرلې. روسیې افغانستان کې د ناامنیو له امله، د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو په اړه اندېښنه لرله. چین د افغانستان بدلونونه د خپلو لوېدیځو سرحدونو له امنیت او همدارنګه د سیمهییزو اقتصادي پروژو سره تړل. ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو هم افغانستان ته د خپلو ګټو او امنیتي اندېښنو له زاویې کتل. له همدې امله، د تېرو دوو لسیزو پر مهال افغانستان سره د سیمې په اړیکو کې امنیتي لیدلوری حاکم و.
خو د ۲۰۲۱ کال بدلونونو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو نوي شرایط رامنځته کړل. په هېواد کې د نوي سیاسي وضعیت له رامنځته کېدو سره، د سیمې ډېری هېوادونه دې پایلې ته ورسېدل چې په افغانستان کې د بېثباتۍ دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی. هغوی درک کړه چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې له امنیت او ثبات سره مستقیمه اړیکه لري. له همدې امله، په تدریجي ډول د انتظار او واټن نیولو سیاست خپل ځای، د تعامل و همکارۍ سیاست ته پرېښود.
د دغه بدلون یو له مهمو عواملو د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا ارزښت دی. افغانستان د سیمې په داسې نقطه کې موقعیت لري چې کولای شي منځنۍ اسیا له سویلي اسیا او ان منځني ختیځ سره ونښلوي. ډېری ټرانزیټي، سوداګریزې او انرژۍ پروژې به د افغانستان له ګډون پرته له ستونزو سره مخ شي. له همدې امله، د سیمې هېوادونه دې باور ته رسېدلي چې د افغانستان ثبات یوازې یوه امنیتي مسئله نه ده، بلکې یوه اقتصادي اړتیا هم بلل کېږي.
بل مهم عامل د افغانستان د اوسني حکومت هڅې دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي او د سیمې د امنیت په اړه ډاډ ورکړي. اسلامي امارت څو ځله اعلان کړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کال واخلي. دغه دریځ د دې لامل شوی چې د سیمې ځینې هېوادونه له کابل سره همکارۍ ته په لا عملګرایانه لیدلوري وګوري. په تېرو څو کلونو کې د ډیپلوماټیکو سفرونو زیاتوالی، سیمهییزې غونډې او د سوداګریزو اړیکو پراختیا تر یوه بریده د همدې تګلارې د بدلون څرګندونه کوي.
د دغو مسایلو ترڅنګ، په اوراسیا کې تازه جیوپولیټیکي سیالیو هم د افغانستان اهمیت زیات کړی دی. روسیه او چین، د سیمې د دوو مهمو قدرتونو په توګه، افغانستان د اوراسیا د راتلونکو معادلو یوه برخه ګڼي. دغه هېوادونه باور لري چې د افغانستان ثبات کولای شي په سیمه کې د اقتصادي، ټرانزیټي او امنیتي همکاریو له پراختیا سره مرسته وکړي. له همدې امله، د پخوا په پرتله تر یوه بریده د دوی لیدلوری د افغانستان په اړه شوی دی.
له دې بدلونونو سره سره، لا هم دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا افغانستان د غیرامنیتي کولو مرحلې ته دننه شوی دی که نه؟ حقیقت دا دی چې د دې پوښتنې ځواب نه په بشپړه توګه مثبت او نه هم په بشپړه توګه منفي دی. له یوې خوا، اقتصادي اړیکې، سیمهییزې غونډې او سیاسي تعاملات ښيي چې افغانستان نور یوازې د امنیتي ګواښ له دریڅې نه لیدل کېږي. د سیمې ډېر هېوادونه اوس پر اقتصادي همکاریو، سیمهییز اتصال او د افغانستان پر دوامدار ثبات ټینګار کوي. دغه وضعیت د غیرامنیتي کولو بهیر د پیل ښکارندویي کوي.
خو له بلې خوا، لا هم ځینې ننګونې پر خپل ځای دي. اقتصادي ستونزې، سیاسي مسایل، د ځینو هېوادونو له لوري د افغانستان د حکومت د رسميت پېژندنې موضوع او موجودې امنیتي اندېښنې د دې لامل شوې چې افغانستان لا هم د سیمې په امنیتي محاسبو کې مهم ځای ولري. له همدې امله، نه شو ویلی چې د غیرامنیتي کولو بهیر په بشپړه توګه تحقق موندلی دی.
په ټولیز ډول، ویلی شو چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍوال نظام کې د امنیتي کولو یو له روښانه بېلګو شمېرل کېده. خو د وروستیو څو کلونو بدلونونه ښيي چې د سیمې د هېوادونو لیدلوری په تدریجي ډول د بدلون په حال کې دی. که پخوا افغانستان تر ډېره د ګواښ د سرچینې په توګه معرفي کېده، نن د سیمې ډېر لوبغاړي هغه د سیمې د امنیتي او اقتصادي حللارو یوه برخه ګڼي. له همدې امله، ویلی شو چې افغانستان د نوي اوراسیایي نظم په چوکاټ کې د امنیتي موضوع له حالته د امنیتي او اقتصادي شریک د رول پر لور د تېرېدو په حال کې دی. البته، د دې بهیر بریا به د کورني ثبات پر دوام، د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې د افغانستان پر وړتیا پورې اړه ولري.
