کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ا.ا.ا مشر شیخ هبت الله اخندزاده تېره ماښام په ارګ کې له رییسالوزراء، یو شمېر وزیرانو او نورو حکومتي چارواکو سره لیدلي دي. مجاهد د دغې غونډې او خبرو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې وکړي.
نوموړي همدارنګه دفاع وزارت کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د ټولنې د اصلاح، له بدیو د مخنیوي او د ترافیکي پېښو په کمولو کې د علماوو په رول هم ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مشر د لړم په ۲۶مه، کابل ته راغی او د خپلو فرمانونو د اغېزو په اړه یې په جوړ شوي علمي-څېړنیز کنفرانس کې وینا وکړه.
