کابل؛ افاق خبري اژانس: هند د پاکستان پوځي مشران تور کړی، چې د دغه هېواد له طبیعي زېرمو د خلکو د هوساینې پر ځای د شخصي ګټو لپاره کار اخلي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پارواتانني هریش د طبیعي سرچینو او شخړو په اړه د امنیت شورا غیر رسمي غونډې ته ویلي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر سپټمبر میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون بهرنیو مشرانو ته د لرګیو په یوه بکس کې د کاني ډبرو نمونې ښودلې وې.
هغه ادعا کړې، چې په طبیعي زیرمو باندې د پاکستان د پوځ زیاتېدونکی نفوذ د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د خیبر پښتونخوا حکومت لرې کولو او د بېړني حالت د اعلانولو په ګدون په دغه هېواد کې له سیاسي پرمختګونو سره تړاو لري.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ټینګار کړی، چې د پاکستان کاني شتمنۍ باید د دغه هېواد د خلکو هوساینې لپاره وکارول شي، نه د پوځي مشرانو د شخصي ګټو لپاره. هغه همدارنګه اسلام اباد د سند د اوبو د معاهدې په مسله کې پر پروپاګند تور کړی، او ویلي یې دي چې د دغه تړون د لغوه کولو په اړه به د هند دریځ تر هغه بدل نه شي څو چې پاکستان ترهګري د دولتي پالیسۍ د وسیلې په توګه کاروي.
